کندهاريان: د نجونو د لوړو د زده کړو ځنډېدل د هيڅ لوري په ګټه نه دي

اطلاعات روز: د کندهار يو شمېر اوسېدونکو د طالبانو سرپرست حکومت د لوړو زدکړو وزارت د وروستۍ پریکړې په غبرګون کې ويلي، د نجونو پرمخ د پوهنتونونو، ښوونځيو او علمي مرکزونو تړل به د هيڅ لوري په ګټه تمام نشي.

د کندهار د یوه خصوصي پوهنتون محصلې اسما وویل، د طالبانو حکومت بايد پر خپلې وروستۍ پریکړې له سره غور وکړي او د ټولو نجونو پرمخ د پوهنتونونو، ښوونځیو او ښوونيزو مرکزونو دروازې پرانيزي.

نموړې وایي، که يې پرمخ د پوهنتونونو دروازې بندې پاتې شي نو دا د هېڅ لوري په ګټه نشي تمامېدلای.

ددې په خبره: « په افغانستان کې د ښځو حقونه خوړل کېږي، نجونې له مکتبونو او پوهنتونونو منع شوې سبا داسې ورځ راتلونکې ده چې ښځه به ددې ټولنې ترټولو بې سواده او ناچاره مخلوق وي، نړۍ تر کومه ځايه ورسېده او زموږ څه حال دی، زه وايم ولې؟»

دغه راز د شريفې په نوم يوې بلې کندهارۍ محصلې زياته کړه، نن يې ټول ارمانونه د سترګو په وړاندې تر خارو لاندې شوي او په خبره يې چې د طالبانو حکومت بايد ورته قانع کوونکي ځوابونه ورکړي.

هغې د ژړا په حالت کې وويل: « زما پلار په جګړو کې ژوند له لاسه ورکړ، د کورنۍ سرپرستي زما په غاړه ده، په ډېرو ستونزو کې مي درسونه وويل، خو نور نه کېږي، هيڅ مې زړه صبر نه کوي، موږ نور هيڅ توقع نه لرو، هر څه له منځه ولاړل اخيري اميدونه او هيلې مو ختمې شوې.»

همدارنګه د يوې بلې محصلې پلار چې نه یې غوښتل نوم يې خپور شي وايي، د ژوند تر وروستيو پورې به د خپلو لورګانو د عصري او ديني زده کړو لپاره خپله هڅه وکړي.

دده په وينا: «که پوهنتونونه خلاص نه شول موږ پاکستان ته کډه کېږو، زه مجبور يم چې خپل د اولادونو ارمانونه پوره کړم يو وارې مي دوې لورګانې له ښوونځي څخه محرومې شوې اوس مي بيا مشره لور له پوهنتون څخه بې برخې شوه.»

دی له طالبانو غواړي ترڅو د ټولو افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي څو هغوی ټولې وکولای شي په آرامه فضا کې خپلې زده‌کړې وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو سرپرست حکومت د لوړو زدکړو وزارت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کابینې د پرېکړي او دې ډلې د لوړو زدکړو وزير مولوي ندا محمد نديم د پرېکړې له مخې به تر «امر ثاني» پورې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونو د نجونو پرمخ تړلي وي.

دغه راز د طالبانو دې پرېکړې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه هم راپارولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه