د نجونو د زده کړو ځنډېدل؛ د مزار شريف او ميمنې ښارونو نظامي بڼه خپله کړې

اطلاعات روز: د بلخ او فارياب ولايتونو د مرکزو مزارشريف او ميمنې ښارونو اوسېدونکي وايي، چې د طالبانو له لوري په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو تر ځنډولو وروسته، دا ډله په دې دوو ښارونو کې تيته شوې ده.

د سرچينو په وينا، طالب ځواکونو نن سهار (چهارشنبه، ۳۰ د لیندۍ) د ښځو په ګډون د مزار شريف اوسېدونکي تر څار لاندې نیولي. همدا راز له ميمنې ښار څخه هم سرچينې وايي، چې طالبان د دې ښار په ټولو څلورلارو کې په پراخه کچه موجود دي.

د مزار شريف د اوسېدونکو په وينا، د طالبانو د دې کار لامل د اعتراضي غونډو مخنیوی کول دي.

د مزار شريف يو شمېر اوسېدونکي چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي، طالبان بلخ پوهنتون ته پر غځيدلې لار، د سخي روضې شاوخوا او د ښار په نورو سيمو کې له پوځي موټرونو او سپکو او درنو وسلو سره حضور لري.

په عين حال کې له مزار شريف څخه ځيني ښځې وايي، چې طالبان ښځې له مسافر وړونکو موټرو راکوزوي.

د سرچينو په وينا، طالبان ښځې او نجونې د پوهنتونو او ښوونيزو مرکزونو له لارو څخه را ګرزوي.

کيميا (مستعار) د مزار شريف د اوومې ناحيې اوسيدونکې اطلاعات روز ته وويل، چې د فلانکوچ مسافر وړونکي موټر چلوونکي ورته په موټر کې د سپرېدلو اجازه نه ده ورکړې.

کېميا وايي: «زموږ د کور پر مسير تلونکو موټروانانو ويل چې موږ له طالبانو سره د جنجال کولو وس نه لرو. که تا له ځان سره ښار ته يوسو طالبان مو وهي.»

ومو غوښتل چې په دې تړاو په بلخ ولايت کې د طالبانو د امنيتي کسانو نظر واخلو خو هغوی چمتو نه شول چې په دې اړه څه ووايي. همدا راز په فارياب کې هم سيمه‌ييز طالبان په دې اړه څه نه وايي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه