د کورسونو ځنډېدل؛ د طالبانو غړي نجونو ته: موږ هم ځورېږو، خو امر له بره خوا شوی

اطلاعات روز: د طالبانو حکومت په کابل او ځينو ولايتونو کې د نجونو په وړاندې ښوونيز کورسونه هم تړلي او نه يې دي پرېيښي چې کورسونو ته ننوزي.

له کابل څخه يوې نجلۍ اطلاعات روز ته په خپل پيغام کې وويل، چې نن سهار (چهارشنبه، ۳۰ د لیندۍ) د پلازمينې په څلورمه ناحيه کې طالبان د عطارد ښوونيز کورس مخ ته ولاړ وو او نجونو ته يې د ننوتلو اجازه نه ورکوله.

دا نجلۍ وايي، چې د طالبانو غړو ورته وويل، چې امر له بره خوا شوی: «حتا دا يې راته وويل چې موږ هم ځورېږو. تاسو له موږ څخه مه خپه کېږئ، له پورته خوا امر راته شوی دی او موږ مجبور يو چې ويې منو.»

له تخار څخه هم سیمه‌ييزې سرچينې وايي، چې طالبانو ورته ښوونيزو کورسونو ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړې.

په تالقان کې د جهش ښوونيز مرکز يوې زده کوونکې ويلي، چې نن سهار اووه بجې کورس ته ولاړه، خو طالبانو دې او د دې ټولګيوالو ته د ننوتلو اجازه ورنه کړه.

په تخار  کې د طالبانو د معارف رييس مولوي حزب الله مبشر اطلاعات روز ته وويل، چې دا تصميم د طالبانو د کابينې د پرېکړې پر اساس نيول شوی دی.

دی وايي، چې د طالبانو د پوهنې وزارت د امر له مخې يې ټول ښوونيز مرکزونه د نجونو پر وړاندې تړلي دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کابينې د پرېکړې او ددې ډلې د لوړو زده کړو د سرپرست وزير مولوي ندا محمد نديم د امر پر اساس، په پوهنتونو کې د نجونو زده کړې تر امر ثاني پوري «ځنډيدلې» دي.

دې تصميم ګڼ غبرګونونه را پارولي دي. د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ويلي، چې نړۍ بايد د طالبانو له دې سياست سره په متحده توګه مخالفت وکړي.

وړاندې په کابل کې د المان سفارت، بريتانيا، د بشر حقونو څار سازمان، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي او نورو هم دې تصميم ته غبرګونونه ښودلي دي.

طالبان چې د تېر لمريز کال د زمري په مياشت کې واک ته رسېدلي، تر شپږم ټولګي پورته نجونې يې هم له ښوونځیو ته منع کړې دي. دې ډلې له بيا – بيا ژمنو سره – سره نجونو ته اجازه نه ده ورکړې چې ښوونځيو ته ولاړې شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه