ګوتريش: د نجونو د زده کړو ځنډول به د افغانستان پر راتلونکي تخريبوونکی اغېز ولري

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتريش په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو د زده کړو ځنډولو په اړه ژوره انديښنه ښودلې.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند استفان دوجاريک په يوه اعلاميه کې ويلي، چې ګوتريش بيا هم پر دې ټينګار کوي چې له زده کړو څخه د نجونو محروميت نه يوازې د ښځو او نجونو د برابرۍ حقونه نقض کوي، بلکې د افغانستان پر راتلونکي به هم تخريبوونکی اغېز ولري.

ګوتريش د طالبانو له ډلې غوښتي چې ښځو او نجونو ته دې په هره کچه زده کړو ته د لاسرسي زمينه برابره کړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سې‌شنبه اعلان وکړ چې د کابينې د پرېکړي او د دې ډلې د سرپرست وزير مولوي ندا محمد نديم په امر په پوهنتونو کې د نجونو زده کړې تر امر ثاني پوري «ځنډيدلې» دي.

دې پریکړې ګڼ غبرګونونه را پارولي دي. د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ويلي چې نړۍ بايد د طالبانو له دې سياست سره په متحد شکل مخالفت وکړي.

وړاندې په کابل کې د المان سفارت، بريتانيا، د بشر حقونو څار سازمان، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي او نورو هم دې تصميم ته غبرګونونه ښودلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر لمریز کال د زمري په میاشت کې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړی، دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته نجونې هم له ښوونځیو منع کړې دي. له بيا – بيا ژمنو سره – سره یې نجونو ته اجازه نه ده ورکړې چې ښوونځيو ته ولاړې شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه