هلمند کې د مالي ستونزو له امله اووه رسنۍ تړل شوي

انځور: ټولنیزې رسنۍ

اطلاعات روز: واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته هلمند کې ۷ محلي رسنۍ تړل شوي، چې له امله یې نږدې ۱۰۰ کارمندانو خپلې دندې هم له لاسه ورکړي دي.

په دغه ولايت کې د رسنيو مسوولين اوکارکوونکي وايي، چې د رسنيو د تړل کيدو اصلي لاملونه یې اقتصادي ستونزې دي.

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د سباوون رسنيز ګروپ مسوول احسان الله احسان وايي، چې د طالبانو راتګ وروسته د دوی تصویري او غږیږې خپرونې بندې شوې دي.

نموړی زیاتوي، له دوی سره په دغه رسنيز ګروپ کې ۴۰ کسانو کار کوه چې دا مهال يې زيات شمیر بې دندو شوي دي.

د ده په خبره، د «سباوون ټلويزیون» او د «موسکا راډيو» چې د ښځو د فعاليتونو په برخه کې يې کار کوه د اقتصادي، کلتوري او تخنيکي ستونزو له امله وتړل شوې.

هغه د طالبانو له حکومت او د رسنيو د ملاتړ بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې د رسنيو مالي ملاتړ وکړي.

ده زياته کړه: «اقتصادي مشکلات زيات شوي، په رسنیو یې هم اغیزه کړې زموږ د سباوون په نوم تلویزیون، راډیو او د موسکا په نوم راډیو چې د ښځو په برخه کې یې فعالیت درلود تړل شوي دي او ترڅنګ یې ۴۰ کسانو هم دندې له لاسه ورکړي، موږ دومره توان نه لرو چې خپلو دغو کارکوونکو ته معاشونه ورکړو.»

دغه راز هلمند کې د «سکون» په نوم د يوې سيمه ييزې رسنۍ مسوول حافظ نصرت وايي، چې په دغه ولايت کې فعاله رسنۍ له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي.

هملند کې د سکون راډیو. انځور: استول شوی

نموړی زياتوي، که په دې ولايت کې د شته فعالو رسنيو مالي ملاتړ ونشي يادې رسنۍ به هم سقوط شي.

هغه وویل: « که چيرې د رسنيو ملاتړ ونشي او ملاتړي بنسټونه ورته پاملرنه ونه کړي لېرې به نه وي دغه پاتې رسنۍ به هم په دغه ډول وتړل شي.»

په دغه ولايت کې د «غږ» په نوم د يوې بلې رسنۍ مسوول عبدالرشيد هلمند بیا وايي، دوی اوس مهال له ډيرو سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

نوموړی وایي، په اوسنيو شرايطو کې دومره عايد هم نه شي پوره کولای چې خپلو کارکوونکو ته په دفتر کې ډوډۍ ورکړي.

د هغه په خبره، د پخوا په پرتله اوس اعلانات کم شوي او خلک رسنیو ته اعلانات نه ورکوي.

ده زياته کړه: «معلومه خبره ده که چيرې موسېسات او دولت زموږ ملاتړ ونه کړي نو زموږ رسنۍ به هم بندې شي.»

د تېر يوه کال راهیسې په هلمند ولايت کې د موسکا، ژوندون، سمون، بست غږ، سباون باختر او ژوندون ټلويزیون تړل شوي دي.

هلمند کې د لښکرګاه راډیو. انځور: استول شوی

د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو د کميټي مسول حجت الله مجددي وايي، چې واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته په ټول هېواد کې ۲۱۹ غږیزې، چاپي او تصويرې رسنۍ تړل شوي چې له امله يې په زرګونه رسنيز کارکوونکې بې دندو شوي دي.

د طالبانو حکومت وايي، دوی په افغانستان کې د خصوصي رسنيو د تمويل په برخه کې هڅې کوي.

د طالبانو د حکومت مرستیال وياند بلال کريمي وايي، چې يوه اوونۍ وړاندې يې د رسنيو د فعاله پاتې کيدو په موخه د ټول هېواد په کچه د رسنيو د مسوولينو سره ناسته کړې او هغوی ته يې د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

له کله نه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه په ټول افغانستان واکمن شوي د رسنیو یو شمېر ملاتړي بنسټونو په افغانستان کې د رسنيو بنديدو ته انديښمن شوي او زياتوي چې په پرله پسي ډول په افغانستان کې رسنۍ تړل کيږي.

تازه د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې یا( CPJ ) له دولس کلن ځنډ وروسته افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی چې ډېر خبریالان پکې نیول شوي دي.

سي پي جي د ۲۰۲۲ کال په راپور کې چې د تېرې چارشنبې ورځ یې خپور کړی ویلي، چې په افغانستان کې اوس درې خبریالان بندیان دي او له کله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي په دې هېواد کې رسنۍ له جدي ستونزو سره مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه