اطلاعات روز: سرچينې وايي، چې د ازموينو ملي ادارې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، د کانکور لپاره د نومليکنې فورمې يوازې هلکانو ته په پام کې نيولې دي.
د سرچينو په وينا، د طالبانو دا پرېکړه ښيي چې دوی غواړي له کانکور څخه نجونې حذف کړي.
د یوه ولايت د معارف له رياست څخه سرچينې وايي، چې سږ کال د کانکو لپاره يوازې د دولسم ټولګي د فارغو هلکانو نوملړ غوښتل شوی دی.
د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې د ښوونځیو یو تن ښوونکی چې د ښوونځیو دروازې یې د نجونو پر مخ خلاصې دي وايي، چې د طالبانو معارف رياست ټولو ښوونځيو ته امر کړی چې يوازې د نارينه زده کوونکو د کانکو فورمې راغونډې کړي.
دغه ښوونکي چې نه غوښتل نوم یې یاد شي، وويل چې په کوم ښوونځي کې دی ښوونکی دی، له هغه ځايه يوازې د نارينه زده کوونکو ليست لېږل شوی دی.
ومو غوښتل چې په دې اړه د ازموينو د ادارې نظر هم واخلو خو بريالي نه شوو.
دا په داسې حال کې ده چې سږ کال نجونو ته په کانکور کې د ګډون کولو اجازه ورکړل شوې وه.
طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي تړلي دي.
سږ کال د دې ډلې پوهنې وزارت يوازې د دولسم ټولګيو له نجونو له درس ويلو پرته کلنۍ ازموينه اخيستې ده.
