نیمروز کې د نشه یي توکو يوه فابريکه کشف او له منځه یوړل شوه

اطلاعات روز: نيمروز کې د طالبانو ولايتي مسوولين خبر ورکوي چې ددې ولایت دلارام ولسوالۍ کې یې د نشه یي توکو يوه فابريکه کشف او ترلاسه شوي توکي يې سوځولي دي.

د نيمروز لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ريیس مفتي حبیب الله الهام وايي، چې په دغه کارخانه کې یې ٥٠٠ کيلو ګرامه اومان، ١٠ کيلو سوډا، ١٠ ډبي تيزاب، پنځه کيلو سيچمي، ١٠ بطرۍ او یو اندازه تېل نیولي دي.

هغه همدا راز زياته کړه، چې په دې ولايت کې دوی د ۱۴ کيلو ګرامو مخدره توکو په تور پنځه کسان هم نيولي دي.

دده په خبره، چې نيول شوي کسان د نږدې ۱۴ کيلوګرامه هيرویينو، ښيښې او ترياکو د لېږد په تور نيول شوي او د هغوى دوسيې يې عدلي او قضايي ارګانونه ته لیږلې دي.

د طالبانو بیا ځل واکمنېدو سره د دغې ډلې مشر د نشه یي توکو په کښت او قاچاق کلک بندیز لګولی او خبرداری یې ورکړی که څوک له دغه بندیزونو سرغړونه وکړي له جدي غبرګون سره به مخ شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه