زابل کې د يوې نامعلومې ناروغۍ له کبله دوه ماشومان مړه شوي او لسګونه نور کسان پرې اخته دي

اطلاعات روز: د زابل روغتيايي چارواکي خبر ورکوي، چې ددې ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د يوې نامعلومې ناروغۍ له کبله دوه ماشومان مړه شوي او لسګونه نور کسان پرې اخته دي.

د زابل لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي وایي، ياد کسان د تېرې شپې (دوشنبه، ۲۸ د لیندۍ) راهیسې د دې ولایت د شاجوی ولسوالۍ په «فاتوزو» کلي کې په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

دده په خبره: « لومړني علايم يې دغه دې چې ناروغان شديده تبه لري او تر خولې او پوزې يې وينې بهېږي، تراوسه دوه تنو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، لومړني معلومات خو مو دا دي چې دېرش کسان په دې ناروغۍ اخته شوي خو امکان لرې چې شمېر يې تر دې ډېر وي.»

نموړی زیاتوي، سيمي ته يې سهار وختي ځانګړي روغتيايي ټيمونه لېږلي او اوس مهال د نورو هغو د لېږد لپاره چمتووالی نیسي.

ډاکټر حکيمي زياتوي، ددې ناروغۍ په تړاو يې پلټنې روانې کړي او ډېر ژر به ټول معلومات له رسنيو سره شريک کړي.

د يادونې وړ ده چې تردې وړاندې هم زابل کې د بېلابېلو ناروغيو له کبله زيات شمېر ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه