ننګرهار کې د بریښنا نشتوالي د نږدې ۴۰۰ فابریکو فعالیت درولی

اطلاعات روز: ننګرهار کې د بریښنا نشتوالي له امله په صنعتي پارک کې د کابو ۴۰۰ کارخونو فعالیت په ټپه دریدلی، چې له امله یې نه یوازې دوی ته میلیونونه افغانیو زیان اوښتی بلکې د یادو فابریکو په تړل کیدو سره زرګونه کسان بې روزګاره شوي هم دي.

د صنعتي فابریکو یوه مسوول محمد طاهر پاچا، د بریښنا پرچاوي او د حکومت له لوري صنعتي فابریکو ته نه پاملرنه دوی ته د زیان اوښتو لوی لاملونه یادوي.

نوموړی اندیښنه لري که د بریښنا په برخه کې یې شته ستونزې حل نشي د دغه ولایت صنعت به له منځه لاړ شی.

محمد طاهر پاچا زیاته کړه:«په ننګرهار کې د بریښنا د نشتوالي له امله اوس مهال څلور سوه فابریکې تړل شوي او همداراز زرګونه کسان بې روزګاره شوي او هم صنعتکارانو ته میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی، له حکومت غوښتنه کوو چې د بریښنا ستونزه دې حل کړي او دغه ستونزې ته دې بنسټیزه حل لاره ولټوي.»

په صنعتي پارک کې د فابریکو مالکین د بریښنا په برخه کې یادو ستونزو اندېښمن کړي او وایي، که حالات همداسې دوام وکړي نو دا پاتې فابریکې هم له سقوط سره مخ کېدونکي دي.

د یوې کارخونې مسوول محب الله بیا وایي، فابریکو کې زرګونه خلکو ته د کارز زمینه برابره شوې وه، خو اوس یې د فعالیت په دریدو سره ټول کاریګر بې روزګاره شوي دي.

دغه راز هغه کسانو چې له دې وړاندې په یادو فابریکو کې کار کاوه او اوس بې روزګاره شوي.

له ډلې یې یو هم شریف الله دی هغه د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د یادو فابریکو د فعالیت لپاره دې زمینه برابره او ستونزې یې ژر ور حل کړي.

شریف الله زیاته کړه:«له کله چې د برق د نشتون او یا پرچاوۍ له امله فابریکې بندې شوي نو زمونږ په شان زیات کاریګر چې مخکې په فابریکو کې کار کاوه، بې روزګاره شوي او هم له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي له حکومت غوښتنه کوو، چې د برق ستونزه حل کړي.»

د ننګرهار د بریښنا ریاست چارواکي په دغه ولایت کې د بریښنا د نشتوالي په اړه له رسنیو سره له خبرو کولو ډډه کوي، خو په ورته مهال د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند حکمت میوندي له رسنیو سره په خبرو کې د دغې ستونزې لوی لامل د ازبکستان د وارداتي برېښنا پرې کېدل یادوي.

دا لومړی ځل نه دی، چې صنعتکاران د بریښنا د نشتون له امله جدي شکایتونه کوي؛ تر دې مخکې هم صنعتکارانو له ورته ستونزو سره مخ وو، چې یو شمېر یې د صنعت په برخه کې له پانګونې ناهیلې شوي دي.

په ننګرهار کې د بریښنا پرچاوي نه یواځې  صنعتکاران بلکې عام وګړي هم سخت اندېښمن کړي دي.

ولسي خلک تمه لري، چې طالبان به ژر له ازبکستان سره د بریښنا ستونزې د هوارۍ لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه