طالبانو هلمند او زابل کې ۲۷ کسان عام محضر کې په دُرو ووهل

انځور: ټولنیزې رسنۍ

اطلاعات روز: طالبانو هلمند او زابل ولايتونو کې د دوو ښځو په ګډون ۲۷ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

ځایي سرچینې وایي، دغه کسان نن (چهارشنبه، ۲۳ د لیندۍ) له غرمې مخکې د هلمند لښګرګاه ښار په ورزشي سټوډیم او د زابل ولایت مرکز قلات ښار په «شیخ متي» لوبغالي کې د سلګونه کسانو په حضور کې په دُرو وهل شوي دي.

یوې سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې زابل کې د دوو ښځو په ګډون اووه کسان د طالبانو له لوري په دُرو وهل شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې: «په دغه کسانو کې یو تن چې موټرسایکل یې غلا کړی و ۲۰ دُرې ووهل شو او ۳ میاشتې د محبس سزا ورکړل شوه، یوه زنانه چې د نامشروعو اړیکو په تور نیول شوې وه ۳۹ دُرې ووهل شوه او ۳ کاله د محبس سزا ورکړل شوه، بله ښځه چې د کور څخه د بل چا سره تللې وه او د بل سړي په نکاح هم وه ۲۰ دُرې ووهل شوه او یو کال د محبس سزا ورکړل شوه، یو تن نارینه چې د لواطت تور ورباندې و، ۳۰ دُرې ووهل شو او ۲ کاله د محبس سزا ورکړل شوه، یو تن چې د نامشروع اړیکو په تور نیول شوی و، ۱۰ دُرې ووهل شو او یوه میاشت د محبس سزا ورکړل شوه او یو بل تن چې د نامشروعو اړیکو په تور نیول شوی و ۳۹ دُرې ووهل شو او ۳ کاله د محبس سزا ورکړل شوه.»

دغه راز هلمند کې هم نن ۲۰ کسان د دغه ولایت په ورزشي سټوډیم کې په دُرو وهل شوي دي.

د هلمند لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال محمد قاسم ریاض وایي، چې یاد کسان د غلا او نامشروع اړیکو په تور نیول شوي وو، چې د محکمې د پریکړې وروسته عام محضر کې په دُرو ووهل شول.

نموړی زیاتوي، یاد کسان ټول نارینه و او په خپلو جرمونو یې اعتراف کړی وو.

ریاض نه دي ویلي چې دغه کسان څو،څو دُرې وهل شوي، خو ځینو خبري رسینو خبر ورکړی چې هریو له دغو کسانو څخه له ۳۵ څخه تر ۳۹ دُرو پورې وهل شوی دی.

طالبانو تردې وړاندې په نورو ولایتونو کې هم ګڼ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور وهلي او یو تن یې تېره اونې په فراه ولایت اعدام کړ چې یادې کړنې یې نړیوال غبرګونونه هم له ځان سره درلودل.\

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه