هلمند کې ۲۱۳ روغتيايي مرکزونه ودانۍ نه لري

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو روغتیایي مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د ۲۵۶ روغتیایي مرکزونو له جملې څخه یوازې ۴۳ هغه یې ودانۍ لري.

د هلمند ولايت لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر سيداحمد سعيدي وايي، چې په دې ولايت کې لسګونه روغتیایي مرکزونه د شخصي کورونو څخه خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

نوموړی زیاتوي، چې په دې ولايت کې د ډيرو روغتيايي مرکزونو ودانۍ په تېرو جګړو کې له منځه تللي چې اوس مهال ۲۱۳ روغتیايي مرکزونه ودانۍ نه لري.

د هغه په خبره، چې دتېرو جګړو له امله د هلمند په بېلابېلو سيمو کې روغتيايي پروژې له خنډ او ځنډ سره مخ شوي چې اغيزې يې تراوسه پاتې دي.

ورته مهال د هلمند ولايت د لېرې پرتو سيمو اوسيدونکي وايي، د عادي ناروغيو لپاره اړ کيږي چې خپل ناروغ مرکز لښکرګاه ته یوسي.

ددې ولايت د ګرمسير ولسوالۍ يو اوسيدونکی محمدزبیر وايي، چې په سيمه کې يې روغتيايي مرکزونه شتون لري خو زياتوي چې خدمات يې په نشت حساب دي او د سيمې اوسيدونکي له ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

هغه وايي، د عادي ناروغيو لپاره مرکز لښکرګاه ته ځي ترڅو درملنه یې وشي.

نموړی د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په سيمه کي یې معیاري روغتيايي خدمتونه فعال کړي.

ده وويل:«زموږ په ولسوالۍ کې کلينکونه شته خو ستونزه داده چې نه دواګانې شته او نه هم داسې ډاکټران شته چې د خلکو درملنه ورسره وشي دلته باید روغتيايي مرکزونه زيات شي.»

دغه راز د موسی کلا  او ناد علي ولسوالیو اوسیدونکي هم له یادې ستونزې سر ټکوي او وایي، چې تر سياسي بدلون وروسته يې هيله درلوده چې په سيمه کې به يې روغتيايي اسانتياوې زياتي شي خو په خبره يې چې هيله يې پر ځاي پاتې ده او هيڅ پاملرنه ورته نه ده شوې.

د هلمند روغتيايي چارواکي هم یادې ستونزې تاييدوي او وايي، چې د روغتيايي ستونزو د حل په موخه يې د عامې روغتيا وزارت او مرسته کوونکو موسېساتو سره ستونزې شريکي کړي او هيله لري چې ستونزې به يې حل شي.

د هلمند د عامې روغتيا ريیس وايي، دې ولايت ته د وزارت څخه د کلونو وړاندې پر سر شميرنې امتيازات ورکول کيږي چې له امله يې وخت ناوخته دوی د نفوس زياتوالي له امله ټولو خلکو ته رسیدګي نشي کولای.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه