ملګري ملتونه: افغانستان کې د بې ځایه شویو وګړو ډیری ښځې دي

انځور: UN Women Afghanistan

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د جنسيتي برابرۍ او د ښځو د پياوړتیا سازمان چې د ملګرو ملتونو د ښځو په سازمان سره پېژندل کېږي، وايي چې ښځې په افغانستان کې د بې ځایه شویو وګړو ډیری برخه جوړوي.

د دې سازمان په وينا، ښځې په لنډمهالو مېشت‌ ځايونو کې له ډېرو زياتو خطرونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان نن (سې‌شنبه، ۲۲ د لیندۍ) د ټويټونو په يوه لړۍ کې ويلي، چې په افغانستان کې شپږ ميليونه خلک له قحطۍ سره یو ګام فاصله لري.

د دې بنسټ په وينا، په دغسې بحران کې افغان ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې محرومې دي او خدماتو ته کم لاسرسی لري.

د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان ويلي: «کله چې ښځې د تګ – راتګ او کار کولو د حق له مستقیم خنډ سره مخ کېږي، نو خوراک، اوبو، خوندي سرپناه او روغتيايي خدماتو ته په لاسرسي کې وروستني افراد دي.»

د دې سازمان په وينا، له دې محدوديتونو سره – سره د کورنيو نور غړي له دوی څخه دا غوښتنه هم لري چې ښځې قرباني ورکړي. مطلب دا چې ښځې کم او پاتې شوی خوراک وخوري.

دې سازمان ويلي، چې ښځې په افغانستان کې د خوراکي موادو د اخيستلو لپاره اړې دي چې خپلې شتمنۍ وپلوري. تر دې چې په سختو حالاتو کې کورنۍ اړې دي چې خپلې لوڼې د واده په نوم وپلوري.

د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان وايي، چې د ښځو پر لومړنيو حقونو بنديزونه او د سواد کمه کچه د دې لامل شوي چې ډیری ښځې پېژندپاڼې يا هم تذکرې ونه لري او له همدې کبله دوی د بشردوستانه مرستو په شمول اړينو خدماتو ته لاسرسی نشي پیدا کولای.

افغانستان د طالبانو تر حاکميت وروسته له بشري بحران سره مخ دی. اوس مهال د دې هيواد تر نيمايي ډېر وګړي مرستې ته اړتيا لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه