محب: تر وروستيو ورځو مو وسله غوښته، خو امريکا موږ پرېښودو

انځور: MASSOUD HOSSAINI FOR FOREIGN POLICY

اطلاعات روز: د اشرف غني د ملي امنيت پخواني مشاور حمدالله محب د امريکا پخوانۍ بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلينټن د وروستيو څرګندونو په ځواب کې ويلي، چې د غني حکومت تر وروستيو ورځو د طالبانو پر وړاندې د مبارزې لپاره وسله غوښته، خو د ده په وينا چې امريکا افغانستان پرېيښود.

کلينټن د اوسلو په يوه غونډه کې چې دې وروستيو کې شوې، د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني له ولاديمير زیلنسکي سره پرتله کړی او ويلي يې دي چې غني له پيسو سره يو ځای له افغانستانه وتښتېد، خو زیلنسکي د روسيې د بريد پر وړاندې د درېدلو لپاره د وسلې غوښتنه وکړه.

محب د دې خبرو په ځواب کې پر ټويټر ليکلي چې «د ولسمشر غني او ولسمشر زیلنسکي پرتلنه سمه نه ده. دا پرتلنه غير عادلانه ده.»

ده ليکلي، چې کلينټن پوهېږي چې د دې د ګوند مشر (ډيموکراټانو) افغانستان پرېښود او له خپلو ژمنو پر شا شول.

محب لیکلي: «هغه (کلینټن) له دې ناسم روایت سره لوبې کوي چې پړه افغانان دي؛ دا چې دوی نه دي ودریدلي او مبارزه یې نده کړې. [دا] هغه روایت دی چې د [د متحده ایالاتو د ولسمشر] اداره له هر ډول تور څخه د پاکولو لپاره طرحه شوې دی.»

ده ويلي، چې حقيقت دادی چې افغانان د شلو کلونو پر مهال له خپلو امريکايي شريکانو سره يو ځای د يوه هدف لپاره درېدلي او جنګېدلي دي. حتا هغه مهال يې هم پر دې هدف باور درلود چې امريکايان ووتل او د افغانستان د حکومت نظامي وړتيا او روحيه سخته کمه شوه.

محب ويلي، چې پخواني حکومت هم بيا – بيا تر وروستيو ورځو د وسلو او نظامي وړتياوو غوښتنه کړې ده.

ده ويلي، چې له پيسو سره د غني تېښته د روسانو اوازه ده او په دې اوازه استناد کول، د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا د ځانګړي پلټونکي (سيګار) ادعا باطلوي.

داسي ادعا کېدله چې د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني او نږدې همکاران يې له افغانستانه له ۱۶۹ ميليون ډالرو سره تښتېدلي وو.خو سيګار په خپل راپور کې ويلي دي چې ستونزمنه ده چې دا ادعا دي سمه وي.

محب همدا راز ويلي: «د کلينټن څرګندونې نه يوازې دا چې نااګاهانه دي، بلکې ظالمانه هم دي او د هغو افغان نارينه و او ښځو توهين دی چې پر هغه هدف يې باور درلود او د هغه لپاره يې جګړه کوله چې زموږ شريکانو پرېيښی و.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه