د زراعتي ځان بساينې پر لور تګ؛ د قوش‌تيپې کانال کار دوام لري

اطلاعات روز: طالبانو پر افغانستان له بيا ځل واکمنېدو سره په داسې حال کې د قوش تيپې کانال بشپړولو ته مټې رانغاړلي چې هیواد کې فقر او بې‌کاري مخ په زیاتیدو ده. دا طرحه په لومړي ځل د سردار محمد داوود خان په حکومت کې مطرح شوه، خو د اشرف غني د ولسمشرۍ د دورې تر پايه پورې يې کار پيل نه شو.

اوس اووه مياشتې کېږي چې د دې ملي کانال کار چې د طالبانو د رییس الوزرا لومړي مرستيال ملا عبد الغني برادر په حضور کې پرانیستل شوی، په دوامداره توګه شپه او ورځ دوام لري. دا ډله ادعا کوي چې د لومړي فاز د کيندنې ۳۴ سلنه کار بشپړ شوی دی.

د قوش‌تيپې د اوبو کانال يوه له سترو طرحو څخه ده، له آمو سيند سره په نښلېدلو کولای شي چې د افغانستان د خلکو ونډه ترې را واخلي، دې سيند پخوا شاوخوا اوسېدونکو ته ډېر مالي زيانونه اړول.

امو سيند افغانستان د منځنۍ اسيا له هيوادونو بېلوي او تر ډېره حده ګاونډي هيوادونه ګټه ترې اخلي او د افغانستان ونډه پکې تر اوسه يوازې د بلخ د کالدارې او شورتیپې ولسواليو تخريب دی.

د شمال د سينديزې حوزې د ارقامو پر اساس، په اوس وخت کې د آمو سيند ۵.۱ ميليارد متره مکعبه اوبه ازبکستان، ۴۹.۶ ميليارد متر مکعبه اوبه تاجکستان او ۱.۵ ميليارد متر مکعبه اوبه يې ترکمنستان ته بهېږي.

د ملي پرمختيا شرکت چارواکي چې د قوش‌تيپې کانال چارې پرمخ وړي وايي، دا کانال چې ۲۸۵ کيلومتره اوږدوالی او ۱۵۲ متره عرض لري، د بلخ له کالدار ولسوالۍ څخه پيلېږي، پر بلخ او جوزجان ولايتونو تېرېږي او د فارياب په اندخوی ولسوالي کې پای مومي.

اټکل کېږي چې د دې کانال کار به په راتلونکو پنځو کلونو کې بشپړ شي او ټول لګښت يې ۶۰ ميليارده افغانۍ اټکل شوی دی چې د ملي پراختيا شرکت له لوري به رغېږي.

د چارواکو په وينا، دا کانال د بلخ ولايت له کالدار ولسوالۍ څخه پېل شوی، د حيرتان بندر له وچو دښتو، د بلخ له دولت اباد ولسوالۍ څخه تېرېږي، د جوزجان تر آقچې او د فارياب ولايت تر اندخوی ولسواليو پورې رسېږي چې په دې مسير کې به ۶۰۰ هکټاره کرنيزه ځمکه خړوبه کړي.

قوش تیپې کانال کې د کار جریان.

د قوش‌تيپې کانال شمال ته د طالبانو د سفر پلمه

په دې وروستيو کې د دې کانال د کار په پلمه دې ولايت ته د طالبانو لوی مشران راغلي دي او د تېرو اونيو په جريان کې درې پلاوي بلخ ته راغلي چې د کانال کار وارزوي. د طالبانو د رييس الوزرا اداري مرستيال عبد السلام حنفي چې له آمو سيند سره د قوش‌تيپې کانال د وصل له نقطې يې ليدنه کړې، وايي چې د دې کانال د لومړي فاز ۳۴ سلنه کار بشپړ شوی دی.

عبد السلام حنفي وايي، چې د دې پروژې لومړی فاز چې ۱۰۸ کيلومتره دی، د بلخ له کالدار ولسوالۍ څخه پېل او د دې ولايت تر دولت آباد ولسوالۍ پوري رسېږي. همدا اوس د دې کانال په بېلابېلو نقطو کې درې زره او ۲۵۵ ماشين‌الات په کار بوخت دي.

ښاغلی حنفي وايي، چې تر وخت وړاندې د دې پروژې د بشپړولو په موخه يې کيندنه د پخوا په پرتله دوه چنده زياته شوې، مخکې به د ورځې ۲۶۰ زره متره مکعبه کيندنه کېدله. اوس مهال ۱۲۴ شرکتونه او تر پنځه زره زيات کار کوونکي په کيندنه کې مصروف دي.

د قوش تیپې کانال یوه ترټولو لویه پروژه ده چې په پام کې ده راتلونکي پنځه کلونو کې به بشپړه شي.

همدا راز عبد السلام حنفي وايي: «پلان دا وو چې هره ورځ ۳۶۰ زره متر مکعبه کيندنه وشي، خو اوس تر دې دوه چنده زياته کېږي.»

په همدې حال کې د ملي پراختيا شرکت ولايتي چارواکي وايي، چې د دې پروژې د لومړي فاز د چارو مخته وړلو لپاره ۷.۲ ميليارده افغانۍ رغنيزه بوديجه لري او داسې پتېيل شوې چې د وروستنيو فازونو لګښت به د سرپل بلخاب ولسوالۍ د ډبرو سکرو د معادنو له عوايدو څخه ورکول شي.

د قوش‌تيپې کانال ولايتي مسوول فريد عظيمي وايي: «په ۱۴۰۰ مالي کال کې موږ ۸.۲ ميليارده افغانۍ بودیجه لرو او په اوږده مهال کې د دې کانال د رغولو لګښتونه د بلخاب د ډبرو سکرو د معدنونو له عوايدو څخه تأمين کېږي.»

له دې سره – سره د طالبانو د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد چې د دې کانال د چارو ارزونې په موخه بلخ ولايت ته تللی وو، ويلي دي چې د دې کانال د دويم او درېيم فاز پر طرحو هم کار پېل شوی دی. د ښاغلي مجاهد په وينا چې د دې کانال په څنګ کې دوه نور صنعتي او زراعتي پارکونه جوړېږي چې زراعتي محصولات به پروسېس کوي.

ذبيح الله مجاهد ويلي دي: «د دې کانال په بشپړېدلو سره به په ميليونونه جريبه ځمکه تر اوبو لاندې شي او موږ په زراعتي لحاظ پر ځان بسيا کېږو. د دې کانال تر څنګ دوه صنعتي او زراعتي پارکونه هم جوړېږي تر څو هلته د کرنيزو محصولاتو ټول پروسېس وشي.»

تازه د تېرې پنجشنبې ورځ (۱۷ د لیندۍ) د طالبانو د ماليې سرپرست وزير چې د قوش‌تيپې کانال د کار ارزونې لپاره يې بلخ ته سفر کړی و، ويلي چې قراردادي شرکتونه توانېدلي دي چې تر ټاکلې مودې وړاندې کانال د بلخ دولت آباد ولسوالۍ ته ورسوي.

ښاغلي بدري د اقتصادي ودې او پرمختيا په برخه کې د دې زراعتي کانال ارزښت لوړ ګڼلی او د دې طرحې پر ملاتړ يې ټينګار کړی:«ماليې وزارت به د راتلونکي کال په پرمختيايي بودیجه کې د اړتيا تر کچې د دې پروژې لګښت ته پام وکړي او د دې کانال د کار بشپړولو لپاره به تل هڅه کوي.»

د قوش تیپې کانال د ۱۲۰ ساحتماني شرکتونو په جوړښت کې له پنځو زرو ډېرو کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.

په بې شمېره بې باوريو کې د کارګرو هڅې

د دې کانال له رغيدنې سره – سره د افغانستان د وګړو په منځ کې بې باورۍ هم را پيدا شوې دي او د دې کانال ستروالی د دې لامل شوی دی چې ډېر خلک يې بشپړېدلو ته خوشبين نه شي، خو هغه کارګر او انجينران چې په دې ځای کې په کار مصروف دي، هغوی وايي چې د دې کانال تر پايه پورې به خپلې هڅې کوي.

دوی وايي، چې د دې کانال بشپړېدل کولای شي چې زراعتي فرصتونه زيات کړي او په کرنيزه برخه کې د سهولتونو په را منځ ته کولو کې اغېزناک رول ولري.

نور احمد يو انجينر دی او د دې کانال د کارونو په خاطر ډېر مهال له خپلې کورنۍ څخه ليرې وي، دی وايي: «زموږ تر ټولو لويه هيله د همدې طرحې بشپړېدل دي. په همدې موخه شپه او ورځ کار کوو او له کوره ليرېوالی زغمو.»

انجينر جاويد يو بل کس دی چې د دې لويي طرحې د بشپړولو هیله په زړه کې لري او وايي، چې د دې کانال له کبله ورته ښه کاري بوختيا پيدا شوې او له دې لارې کولای شي چې د خپل ژوند لګښتونه پوره کړي. ښاغلی جاويد وايي: «خوشاله يو چې په خپل هيواد کې راته کاري فرصت پيدا شوی دی. له ځوانانو غواړو چې له افغانستانه د وتلو پر ځای دې راشي په دې کانال کې دې کار وکړي.»

د قوش تیپې کانال د سربند سیمه چې د امو سیند اوبه د حیرتان، دولت آباد، اقچې او اندخوی دشتې سره نښلوي.

خوشبينۍ او انديښنې

د اوبو د دې لوی کانال کاري بهير له ننګونو او زياتو خوشبينيو سره مخ دی. کوم خلک چې د دې کانال په مسير کې ژوند، کښت او تګ – راتګ کوي د دې کانال په تړاو يو بېل ليد لري.

د بلخ ولايت د ولسواليو اوسېدونکي چې د کانال کار اوس عملا همالته روان دی، د زراعتي حاصلاتو زياتېدو او اوبو ته د اسانه لاسرسي لپاره خوښ دي او دا په نېک پال نيسي.

عزت الله يو بزګر دی چې د دې کانال په څنډو کې کښت کوي، وايي: «کله چې دا کانال جوړ شي موږ کولای شو چې په ډېرې راحتۍ سره بزګري وکړو او خپل ژوند بدل کړو. زه خوشال او منندوی يم.» خو د دې کانال د شاوخوا سيمو يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دې کانال کې يې خپلې زراعتي ځمکې بايللې دي.

که څه هم د ويجاړو شويو ځمکو په تړاو دقيق ارقام نشته خو دغه کانال د حیرتان تازه اميد شهرک له زراعتي ځمکو او د بلخ ولايت د دولت اباد ولسواليو د ځينو سيمو کې څخه تېر شوی دی. څلور سرچينې تاييدوي چې په دې مسير کې يې زرګونه جريبه زراعتي ځمکه له لاسه ورکړې ده.

د ملي پراختیا شرکت چارواکي چې د دې کانال جوړول ور تر غاړي دي وايي، چې ويجاړې شوې ځمکې حکومتي څړځايونه وو. د دې ادارې ولايتي مسوولين وايي، چې د کومو اشخاصو شخصي ځمکې د کانال په کار کې ويجاړې شوې وي، د هغوی تاوان ورکول کېږي.

له دې هر څه سره – سره، د قوش‌تيپې کانال کار د افغانستان په شمال او د امو سيند په امتداد کې د بلخ، جوزجان او فارياب ولايتونو په دښتو کې شدت سره روان دی او دا د سيمې د خلکو يو پخوانی خوب وو. خو پوښتنه داده چې ايا طالبان کولای شي چې دا لويه ملي طرح په سم ډول بشپړه کړي او که نه. دا هغه پوښتنه ده چې وخت به يې ځواب کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه