طالبان او تيوريکې ننګونې

لیکوال: محمد ناظر شهير، د اهل بيت – تهران نړيوال پوهنتون د نړيوالو اړيکو ستر کارپوه

ژباړن: شمشاد زلمی

[د اطلاعات روز ورځپاڼې يادښت: اطلاعات روز ورځپاڼه د افغانستان د بېلابېلو مسايلو په تړاو مختلفو ليدلورو ته انعکاس ورکوي. دا نظريات د اطلاعات روز او د هغې د چلوونکو نظر نه بيانوي. اطلاعات روز يوازې د نظر د بيان اسانتیا برابروي او نور د هغې موضوع په تړاو منفي او يا مثبت دريځ نه لري. په مقالو او ياداښتونو کې ټول بيان شوي نظريات او د ادعاوو سموالی او ناسموالی په خپله تر ليکوالو پورې تړاو لري. همدا راز اطلاعات روز د خپرو شويو نظرياتو په اړه د نیوکې هرکلی هم کوي.]

سريزه

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پنځلس مياشتې کېږي او د افغانستان د خلکو په وړاندې لويي پوښتنې او ننګونې شته دي چې په دې لړ کې تر ټولو لويه مسئله په خپله طالبان او د هغوی ايډيولوژي ده. اوس مهال داسې پوښتنې مطرح کېږي چې دا خوځښت به د خلکو له سياسي برخليک سره څرنګه چلند کوي؟ او ايا د طالبانو د سياسي نظام نوعيت کولای شي چې نور خلک او سياسي خوځښتونه پر خپل ځان را ټول کړي؟ او ايا د افغانستان خلک کولای شي چې د طالبانو په حقوقي نظام کې خپل حقوق او سياسي او فردي ازادۍ تعريف کړي؟ ايا طالبان د انعطاف‌منلو دومره ظرفيت لري چې له خپلو او نړۍ سره د يوه دولت په توګه چلند وکړي؟ او ايا طالبان به د نړيوالتوب او ډيموکراسۍ له لوري هضم شي که به خپل ايډيولوژيک تقابل ته دوام ورکړي؟ ايا طالبان به افغانستان د افراطيت په يوه خوندي پټن ځای بدل کړي او که به په خپله هم د دې خوځښتونو د غوسې ښکار شي؟ د جمهوريت په تېرو دوو لسيزو کې افغانستان تر يوه حده د ملي او انساني – نړيوالو ارزښتونو تر منځ تعامل او يو ځايتوب را پيدا کړی و، اوس مهمه پوښتنه داده او دا ليکنه هم همدې ته پام کوي چې ايا طالبان په خپله يوه ايډيولوژيکه کړنلاره او ښکاره نړۍ‌ليد لري؟ او ايا دا ايډيولوژيک ظرفيت لري چې له دې نړيوالو او ملي ارزښتونو سره مخ شي؟ او ايا له دې ايډيولوژيکې مخامخ کېدنې به راووزي او که به په خپله هم پکې هضم شي؟

دا ليکنه لومړی دا تشرېح کوي چې ايا طالبان د سياسي اسلام د نورو ډلو په څېر د يوې ايډيولوژي لرونکي دي؟ که څه هم چې په واقعي توګه کومه ايډيولوژي نه لري او دويم دا چې دا خوځښت هغه تيوريکي وړتيا نه لري چې وکولای شي افغانستان د يوه داسې نظم لور ته رهبري کړي چې هلته د افغانستان د خلکو اړيکه له ملي او نړيوالو ارزښتونو سره همږغې شي.

د دې پوښتنو د ځواب لپاره اړتيا داده چې د طالبانو تيوريک بنسټ ته د طالب جوړونې د داخلي بدليدونکي جزء په توګه پاملرنه وشي او ښکاره کړل شي چې طالب نړۍ او افغانستان څرنګه ويني. وړاندې تر دې چې د دې څېړنې همدې مطلوبې موخې ته ولاړ شو، زموږ فرضيه داده چې د طالبانو په فکر کې اوس کوم بنسټيز درزونه شته دي، چې له امله يې دوی له ډيموکراسي او د وګړو له فردي او سياسي ازاديو سره د پخلاينې کم ظرفيت لري، البته دا په هغه وخت کې چې دوی د بندو قبيلوي چاپېريالونو او له واکه د محروميت زېږنده وو، خو اوس چې له قدرته ګټه اخلي، له يوې متنوعې نړۍ سره تعامل لري او له ګڼو انساني او نړيوالو ارزښتونو سره مخامخ دي، نو د دوی په وړاندې دوې لارې دي: تقابل، يا هم په دې ارزښتونو کې په غير شعوري توګه د يوه تدريجي بهير له لارې هضم کېدل. له بله اړخه، که دا ډله کم سياسي شعور او د واک په تړاو نسبتا لږ درک ته په پام، په افغانستان کې د تروريستي ډلو د شتون مخنيوی ونه کړي، نو ارادي او يا هم غير ارادي به د افراطيت د ودې لپاره يو ښه بستر هم وي. يعنې افغانستان به د طالبانو تر واک لاندې يو داسې افغانستان وي چې هلته به درې عناصر له يوه – بل سره مخامخ کېږي: له مذهبي او قومي باورونو راټوکېدلی افراطیت، د افغانستان ښاري فرهنګ او ټولنيزه تنوع او همدا راز د نړيوالو ارزښتونو نړيوال کېدنه. په دې مخامخ کېدنه کې شونتيا داده چې د ښاري او مدني عقلانيت او نړيوالو ارزښتونو يو مساوي ډيالوګ به ګټونکی وي.

اوس دلته په دې څېړنه کې د طالبانو ټول ابعاد نه سپړو، يوازې د دې خوځښت تيوريکو بنسټونو ته کتنه کوو او ارزوو یې چې کوم عناصر د طالباني تفکر په جوړولو کې دخيل دي او څه اغېز يې لرلی دی. او ايا طالبان يو تيوريک او تعريف شوی سيسټم لري چې دې خوځښت ته د يوه ايډيولوژيک خوځښت رنګ ورکړي؟

د طالبانو ايډيولوژيکه ګډوډي

که د طالباني افکارو نسل را وپلټو نو په دې لړ کې به يا د پاکستان د دوو ديني مدرسو بندو چاپېريالونو ته رسېږو، يا به هم د پښتون قبايلي او ټولنيز چاپېريال ته، يا به هم هغه حاکم ډيالوګ او پېښو ته درېږو چې طالباني ډيالوګ ته يې اغېز او دوام ورکړی دی. له دې هاخوا ته طالبان د اسلامي تيورۍ – ايډيولوژۍ د بحث په حوزه او سياسي افکارو کې د يوه خپلواک بدلون کوونکي خوځښت په څېر نه دي چې د ويلو لپاره يو څه ولري. پر همدې اساس، د طالبانو د فکري بنسټونو د سپړنې لپاره اړتيا نشته چې ټول سياسي اسلامي افکار او اسلامي بنسټپالي مکتبونه وشنل شي. د طالبانو تيوريک جوړښت په هغه کچه منسجم هم نه دی چې وکولای شي د يوه اسلامي قرائت پر يوه ځانګړي ماډل په تکيه کولو سره يې جمع، ضرب، تحليل او شننه وکړي. د طالبانو د فکر د تحليل او تعريف لپاره بايد يو څو اغېزناکو عناصرو ته پام وکړو چې د طالبانو چلند ته يې يوه ځانګړې بڼه ورکړې ده.

د طالبانو پر چلند اغېز لرونکي عناصرو کې د پښتني کليوالې ټولنې قبيلوي ارزښتونه شاملېږي چې په دې ليکنه کې ورته په لنډه او کلي توګه اشاره کوو، همدا راز به مذهبي او تاريخي عناصرو ته هم کتنه وکړو چې له امله يې طالباني ډيالوګ يو جهت موندلی دی. په دې لړ کې تر ټولو مهمه ټکی دادی چې دا عناصر د طولي او تکويني اړيکې پر ځای عرضي اړيکه لري او د طالبانو تفکر په حقيقت کې د څو ضلعي پاراډوکس زېږنده دی. اوس به د طالبانو د ايډيولوژيکې ګډوډۍ درې عمده دلایل را وسپړو.

۱-د طالبانو سياسي ټولنيز زغم

طالبان د دې پر ځای چې يو ايډيولوژيک او د منظمو فکري بنسټونو لرونکی يو خوځښت وي، د دې بر خلاف د قومي او ديني نيشنليزم د عناصرو ګډ خوځښت دی او له همدې امله يې په دولتي/ملتداري کې فکري او ايډيولوژيک عناصر د قومي عناصرو په پرتله کم ښکاره کېږي. طالبان هم په خپل لومړي ځل او هم د بيا را پيدا کېدلو پر مهال، د افغانستان په پښتون مېشتو جنوبي سيمو کې د پښتني قبيلوي ارزښتونو د فرهنګي عاداتو په بستره کې را وټوکېدل او د خپل ظهور پر مهال د اسلامي نظام په پوښ کې تر ډېره د پښتني استازيتوب په بڼه د واک مدعي وو، د يوه داسې دولت او اسلامي حکومت مدعيان نه وو چې د قومي هويت له مسايلو ليرې وي.

د مثال په ډول ښاغلی صدر په خپل کتاب «حل منازعه سیاسی افغانستان» کې د طالبانو له يوه مشر نظر محمد مطمين سره مرکه کړې او د ده نظر داسي ليکي:«د طالبانو د قوي کېدلو يو عامل هغه بې عدالتي او ظلم و چې په بن کانفرانس کې له پښتنو سره شوی و. د طالبانو د مشهورو کسانو په باور؛ غير پښتانه تر خپل نفوس په زياته کچه په دولتي ادارو کې پر کار شول او (بالمقابل) پښتانه بمبار شول، اذيت شول او کورنی حريم يې د امريکايي لښکرو او د افغانستان د حکومت له خوا مات شو.» همد راز د طالبانو د شپنيو ليکونو (شب نامې) په يوه ليک کې چې د جنګ پر مهال يې خپور کړی و، د ايډيولوژيکو شعارونو پر ځای قومي او هويتي شعارونه ليکل شوي وو. البته موږ دا نه وايو چې طالبان په مطلق ډول يو د قومي رسالتونو لرونکی خوځښت او تر دې هاخوا ته بل هیڅ هم نه دی، بلکې خبره مو داده چې د دوی په عقيدوي نظام او نړۍ ليد کې قومپالنه او اسلامپالنه په حقيقت کې له يوه-بل سره ګډ شوي او د طالبانو په دې عقيدوي نظام کې د «قوم» عنصر او رنګ ډېر ښکاره دي. د مثال په ډول دا ګډون تاسو د طالبانو په يوه شب نامه کې ليدلای شئ چې توماس جانسون په خپل کتاب «د طالبانو روايتونه» کې نقل کړې: «د افغانستان مجاهد ولسه! احمد شاه ابدالي، محمود غزنويی او شهاب الدين غوري چې ستاسو نيکونه او اجداد دي، کافرانو او نامسلمانو ته يې ماتې ورکړې دي.» او دې ته ورته ډېر نور شعارونه.

طالبان حيرانوونکي خلک نه دي. دوی هم انسانان دي او د ټولنې له يوې برخې سره تړاو لري، او هر څه چې لري يا تاريخ پرې تحميل کړي دي، يا هم جغرافيوي جبر و، يا يې هم په خپل زدکړيیز چاپېريال، يا يې هم د ټولنيزې زده کړې په بهير کې زده کړي. دلته بايد حيراني د طالب په اړه نه وي بلکي حيراني بايد د هغې ټولنې په اړه وي چې طالب يې جوړ کړی. د هغه ذهنيت، باورونو او چلندونو په اړه بايد حيراني وښودل شي چې طالب يې را پيدا کړی دی. د طالبانو تفکر له هغې ټولنې سره تړاو لري، چيرته چې دوی زېږېدلي او تکامل يې کړی دی. همدا راز له هغه تاريخ سره تړاو لري چې دوی ته يې همدا جهت ورکړی دی او همدا راز له هغو سرچينو سره تړاو لري چې دوی يې له نورو سياسي او ايډيالوژيکو خوځښتونو دومره متفاوت ساتلي دي. يعني بايد وويل شي چې طالب د يوه خوځښت په توګه د څو تصادفونو محصول يا هم پايله ده چې دا تصادفونه هم له يوه – بل سره په نقض کې دي، د مثال په ډول د اسلامي حکومت د جوړولو ادعا او قومي چلند او يا هم د ادعا او چلند تر منځ بيلتون.

که د طالبانو سياستوال او نسبتا بافهمه قشر تر اوسه له خپل بې‌سواده او بدوي قشر په ځانګړي ډول عامو سرتېرو سره د ښځو د زده کړو په اړه کوم توافق ته نه وي رسېدلی، نو د دې نه توافق دليل بايد د هغوی په ايډيولوژيکو برداشتونو کې ونه لټول شي بلکې دا ډول تفکر د دوی د مردسالارانه چاپېريال له باورونو څخه را پيدا شوی دی. د مثال په ډول کولای شو دا تناقض د نجونو د بندو ښوونځيو په تړاو د طالبانو د لومړي حاکميت پر مهال د دوی د بهرنيو چارو د وزير (ملا محمد غوث) په نه توجيه کېدونکي عذر او همدا راز يوه نيمه لسيزه وروسته د نجونو د ښوونځيو د خلاصون په تړاو د ملا عمر په فرمان، او همدا راز د دوی د بيا حاکميت پر مهال د مکتبونو په بيا بندېدلو کې پيدا کړو. وحيد مژده ليکي: «ملا محمد غوث د ملګرو ملتونو پلاوي ته د نجونو د زده کړو په اړه وويل چې موږ له خپلو نظامي افرادو سره ځيني ژمنې لرو چې په دې لړ کې يوه ژمنه د ښځو د کار او زده کړو مخنيوی دی. که موږ دا ژمنه ماته کړو نو نظاميان به مو جبهې پرېږدي او بيرته به خپلو کليو ته ولاړ شي. پر همدې اساس، تر څو چې زموږ په وړاندې مخالفين وي نو موږ کلیوالو او قبايلو جنګياليو ته اړتيا لرو او اړ يو چې همدې سياست ته دوام ورکړو. د دې سياست بدلون هغه وخت شونی دی چې جنګ ختم شي.» په داسې حال کې چې مشهور پاکستانی ليکوال احمد رشيد په خپل کتاب «پاکستان د ګړنګ پر غاړه» کې ليکي: د ۲۰۱۰ کال په جون کې ملا عمر د نجونو پر مکتبونو د بريد نه کولو فرمان ورکړ او طالبانو د نجونو له زده کړې او تعليم سره په دې شرط مخالفت نه کاوه چې له هلکانو جلا وي. همدا راز طالبانو د مکتبونو د جوړولو لپاره انجيوګانو ته ډاډ ورکړ. خو دا چې نن ورځ د طالبانو د حکومت په بيا راتګ ولې د نجونو مکتبونه تړل شوي دي، او دا چې د دې دلايل جغرافيوي دي، فرهنګي دي او که سياسي نو دا په ټولنه کې د ښځې د مقام په اړه د طالبانو په ليد پوري پورې تړاو لري چې ايا د ښځې د زده کړې له حق څخه د سياسي موخو لپاره ګټه اخلي او که د ښځې دا حق نه مني. له دې بحث پرته د طالبانو له خوا داسې ښوول کېږي چې لا هم په خپل منځ کې د ښځو د زده کړې پر سر توافق ته نه دي رسېدلي او تر اوسه لا هم د دوی پر حکومت بدوي او کليوالي اړخ غالب دی. د ښځې، د هغې د زده کړې او کار په تړاو د طالب د ليد ډول حيثيتي دی او ښځې د طالبانيزم په تفکر کې تر اوسه هم هغه ځای نه دی موندلی چې غواړي يې او د دې هويت لا هم هلته ډېر کليوالي او له محروميته ډک دی. په دې وروستيو کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزير مکتب ته د طالبانو تګ «غربي فرهنګ» ګڼي، نو د دې فکر ريښه هماغه د دوی په ټولنيزو چلندونو کې ده.

۲-طالبان، هغه خوځښت چې تيوريسن او مانيفيسټ نه لري

طالبان د نورو اسلامي خوځښتونو بر خلاف، يو ايډيولوژيک مانيفيسټ نه لري چې د دوی باورونه او عقايد په منسجم ډول تعريف کړي. د مثال په ډول، د سيد قطب «معالم فی الطريق» کتاب د القاعدې د نړيوال جهاد لپاره يو مانيفيسټ دی او همدا راز د ايمن الظواهري په څېر تيوريسنانو په وروستيو دوو لسيزو کې القاعده رهبري کوله. خو طالبان دغسي يو مانيفيسټ او تيوريسن نه لري او دې کتاب د طالبانو پر چلند غير مستقيم اغېز کړی دی او له القاعدې سره د ګډ کار پر مهال يې اغېز پر طالبانو را ښکاره شوی دی. بل مثال يې داعش دی چې د القاعدې له منابعو او همدا راز د سلفيت له جهاد سره د تړلو تيوريسنانو له ليکنو الهام اخلي.  حزب التحرير هم له «منهج»، «نظام اسلامي» او «تکتل» کتابونو الهام اخلي او هم د تقی الدین نبهاني، سيد قطب او مودودي له افکارو اګاهانه اخذ کوي. د ايران د اسلامي سياست خوځښت هم د «ولايت فقيه» په څېر تيوري د شريعتي، مطهري او نورو په څېر تکړه تيوريسنان لري. خو طالبانو د خپل عمر په درې لسيزو کې نه کومه ليکنه کړې، نه هم کوم مدون کتاب لري او نه هم کوم تيوريسن. څه چې لري هغه په ديني مدرسو کې د فقهې ابتدايي زده کړې دي او د خپلې قبيلوي ټولنې ځيني ارزښتونه او په دې وروستيو کې د دوی د قاضی القضات له لوري د «الامارة الاسلامية» په نوم يو کتاب په عربي ژبه ليکل شوی دی، چې تر اوسه لا هم فارسي او پښتو ژبو ته نه دی ژباړل شوی.

طالبان د نورو اسلامي خوځښتونو په څېر يو کتاب لوستونکی، کتاب ته معتقد او مطالعه کوونکی خوځښت نه دی. ان دوی ډېری هغه کتابونه هم د خپل لومړي حاکميت پر مهال ممنوع کړي وو چې دوی ته يې ګټه درلوده لکه د سيد قطب او مودودي کتابونه. وحيد مژده په خپل کتاب «پنج سال سلطه‌ی طالبان در افغانستان» کې ليکي: «يو وخت يوې غونډې ته ور وغوښتل شوم چې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ وزارت له خوا په دې خاطر را غوښتل شوې وه چې افغانستان ته د نه راوړل کېدونکو کتابونو د سانسور په تړاو تصمیم ونيسي. زما ګومان دا وو چې د کتابونو په دې ليست کې به هغه کتابونه سانسور شوي وي چې د اسلامي لارښوونو خلاف دي خو د ممنوعه کتابونو ليست زما له ګومانه ډېر لوړ وو. په لومړي سر کې يې د مودودي او اخوان المسلمين ټول کتابونه پکې شامل کړي وو او افغانستان ته يې راوړل په مطلق ډول منع وو.» همد اراز د سيد قطب کتاب «نشانه‌های راه» هم يو له ممنوعه کتابونو څخه و.

تر اوسه چې د طالبانو په اړه هر تحليل شوی دی نو يا د دوی له چلند، يا هم د دوی له تبليغاتي موادو او يا هم د دوی له مرکو څخه اخيستل شوی دی. له دې سره – سره، د طالبانو درک يو ستونزمن کار هم و. کله – کله د دې ډلې فکر سلفي، کله هم ديوبندي او کله هم د قومي ليد يو خوځښت ګڼل شوی دی؛ خو د طالبانو تفکر د دې پاشلو عناصرو يوه ټولګه ده.

له دې ايډيولوژيکې ګډوډۍ سره سره هغه ايډيولوژيک پاراډايم او تاريخي شاليدونه چې طالبان پکې لومړی او دويم ځل توليد شوي، دې خوځښت ته يې يو ايډيولوژيک رنګ او بوی ورکړی دی. سړه جګړه او پر افغانستان د شوروي يرغل او په تاريخي او ايډيولوژيکه توګه د اسلامي او کمونيسټي بحثونو تقابل د دې مسلې يو اړخ دی، د پاکستان په سلفي – ديوبندي مدرسو کې يې روزنه او پالنه بل اړخ دی، بل لور ته د القاعدې له خوځښت سره د دې ډلې تعامل، طالبان د سياسي اسلام له قرائت او لوست څخه نه دي بې برخې کړي.

همدا راز، تر ټولو لويه مدرسه چې طالبانو پکې ديني زده کړې کړې دي، د «جمعيت العلماء» پاکستان مدرسه ده. پر دې مدرسه حاکم تفکر د ديوبند د مکتب تفکر دی. دا چې د ديوبند مکتب ايډيولوژي څه ده او دا ايډيولوژي د طالبانو په افکارو او اعمالو کې څومره را څرګنده شوې د دې ليکنې باريک اړخ همدا دی البته زما باور دا نه دی چې طالبانو د دې مکتب افکار په ټول کمال سره را اخيستي دي ځکه طالبان هغه وخت دې مدرسو ته د ديني علومو د زده کوونکو په توګه ولاړل چې په افغانستان کې جهاد روان و او دوی بايد د جنګ په تړاو فقهي لارښوونې زده کړې وای.

د افغانستان مشهور اسلامپوه بشير احمد انصاري په خپل کتاب «مذهب طالبان» کې د درې ډوله مکتبونو پر شتون باور لري هندي ديوبند، پاکستاني ديوبند او افغانستاني ديوبند. دی هندي ديوبند يو معتدل حنفيت ګڼي چې پولې يې تر سيکولريزم پورې رسېږي. همدارنګه د پاکستان د ديوبند مکتب (د ملا فضل الرحمن په مشرۍ) د واک او سياست لرونکی مکتب دی. خو د افغانستان د دیوبند مکتب د زده کړې او ژوند په برخه کې پاکستاني ديوبند ته ورته ګڼي. خو ښاغلی انصاري د طالبانو ايډيولوژيک دريځ له دې ټولو مکتبونو او اسلامي مذهبونو سره متفاوت او ناهمغږی بولي. نوموړی طالبان د فقهي په ابتدايي موضوعاتو لکه اوداسه، تيمم، استنجا کې له هندي او پاکستاني ديوبند سره يو ډول بولي او په نورو لويو مسايلو لکه د اسلامي نړۍ له حکومتونو سره جنګ، د انسان د وينې تويول او مباح ګڼلو کې طالبان له نورو ټولو مکتبونو او اسلامي مذاهبو څخه متفاوت بولي. د دې ليکوال په باور: «د طالبانو فکر او عمل د پاکستان له ديوبند څخه د اخذ له هغوی سره د مشابهت پر ځای، د اسلام د لومړۍ پېړۍ خوارجو ته ډېر نږدې دي.»

پر همدې اساس، که طالبان د پاکستان له ديوبند مدرسې اغېزمن وبولو نو دې مدرسې هم د يوه سياسي سازمان په توګه په پاکستان کې دننه پر ځينو ځانګړو تګلارو عمل کاوه او پر همدې اساس يې طالبان روزل (دا مکتب د مفتي محمود له لوري سياسي شو او طالبانو په يوه سياسي شوي مکتب کې زده کړې وکړې). دې سياسي-مذهبي سازمان په سياسي چاره کې ستراتېژيک لوری نيوه او د پاکستان د استخباراتي سازمان له خوا ورته د کولو او نه کولو امر کېده.

۳-طالبان او جهادي سلفيت؛ ايډيولوژيک تعامل او تقابل

د طالبانو او جهادي سلفيت تعامل يوه پېچلې مسله ده او د طالباني تفکر د نسل په پېژندنه کې څو طبقې لري. له جهادي سلفيت سره د طالبانو تعامل د شوروي په وړاندې د جهاد وخت ته رسېږي. دا تعامل هم د ديني مدرسو د زده کړو په کچه و او هم د خوځښت سمبالونې او جغرافيې په سطح و. مطلب دا چې القاعده يا جهادي سلفيت هغه مهال د افغانستان په ختيځ، سويل او پښتون مېشتو سيمو او همدا راز د پاکستان په سرحدي سيمو کې مېشت و، دا هغه ځايونه دي چې طالبان پکې را پيدا شول. دا کار د طالبانو او القاعدې د ايديولوژيک تعامل سبب شو او هم په دې لړ کې طالبان له القاعدې اغېزمن شول. تر دې چې طالبانو د وخت له اسلامي دولت څخه واک ونيوه او د القاعدې لپاره په يوه سياسي – نظامي – امنيتي پناه ځای بدل شول، تر دې چې په خپله هم د القاعدې د جنوني افراطيت قرباني شول. القاعدې د يوولسم سپټمبر عمليات له افغانستانه پلان کړل او له همدې امله امريکا پر افغانستان بريد وکړ، د طالبانو حکومت يې نسکور کړ او القاعده يې له دې هيواده وشړله.

کله چې په ۲۰۰۱ کال کې طالبان له القاعدې او اسامه بن لادن سره د همکارۍ او د يوولسم سپټمبر بريدونو د ملاتړ په تور د امريکايي ځواکونو او داخلي رقيب (د ملي مقاومت جبهه) له لوري مات او له افغانستانه وشړل شول، بيرته له القاعدې سره يو ځای شول. القاعده يو سلفي خوځښت دی او پر نړيوال جهاد باور لري او همدا راز د جهاد تيوري او جهادي تيوريسنان لري، له همدې کبله يې پر طالبانو اغېز وکړ او دوی سلفي رنګ واخيست.

د القاعدې چلند سلفي – جهاد دی. جهادي تعبير په دې معنا دی چې اوس مهال د شريعت او دين د پلي کولو يوازينۍ لاره جهاد دی. د دوی په اند، سياسي خبرې-اترې بې معنا او ډيموکراسي باطله ده. جهادي-سلفي څلور مذهبونه هم نه مني، مردود يې ګڼي او ځيني خو د تکفير تر حده مخته پکې ځي. له جهادي-سلفي اند سره سم، په عموم کې ځمکې پر دوو کلي برخو وېشل کېږي: بلاد کفر او بلاد اسلام. د سلفي – جهادي ډلو په اند، اوس مهال ټول هيوادونه کفري بلادونه دي يعني حتا اسلامي هيوادونه هم کفري دي ځکه چې هلته شريعت نه دی تطبيق او واکمن يې په غرب پسي تړلي دي. دې تعبير پر طالبانو هم اغېز وکړ او هغوی افغانستان يو اشغال شوی هيواد ګاڼه او د همدې لپاره يې دوې لسيزې جهاد کاوه.

همدا مسله له امريکا سره د جنګ پر مهال د طالبانو د قوت ټکی و او هم د دوی د ضعف په ټکي بدل شو. د ضعف ټکی دادی چې همدا تيوريکه ګډوډي او له القاعدې څخه بيلتون د دې سبب شو چې د طالبانو يو شمېر غړي ډېر تکفيري او سخت راډيکال نظر خپل کړي او پايله يې دا شوه چې د طالبانو په منځ کې يو انشعاب راغی او ځيني افراد يې داعش ته ولاړل. د جهادي خوځښتونو شنونکي محمد ابراهيم نژاد په وينا: طالبان يک‌نواخته نه دي او د دوی په منځ کې يو بل افراطي حرکت شته دی، لکه د داعش خراسان ولايت مشران له طالبانو بېل شوي خلک وو. يعني د طالبانو د اوسنۍ رهبرۍ (ملا هبت الله) کړنې د دې لامل شوې چې افراطيان له طالبانو جلا شي او له داعش سره يو ځای شي. اوس هم په طالبانو کې يو شمېر داسې خلک شته چې د رهبرانو له ځينو کړنو لکه له امريکا سره مذاکرات يا هم له نورو مذهبونو لکه شيعه ګانو سره تعامل په لړ کې مخالفت کوي.

طالبانو چې کله له القاعدې سره په ګډه جګړه کوله نو د تکفيري جهادونو له ادبياتو څخه يې دوه مفاهيم زده کړل. يو هم د «ذبح» مفهوم دی، يا هم سر پرې کول او بل مفهوم «تترس» دی، يا هم د بې ګناه خلکو د وژلو حکم او له دښمن سره د جګړې پر مهال له بې ګناه خلکو د انساني ډال په توګه استفاده کول. القاعده يا هم سلفي – تکفيري – جهادي ډله د سورت انفال په دوولسم ايت «سالقی فی قلوب الذین کفروا الرغب فاضربوا فوق الاعناق واضربوا منهم کل بنان» استدلال کوي او د دښمن سر پرې کول روا ګڼي. د مسلمان يا هم کافر ذبح کول هغه سزا ده چې القاعده او داعش يې خپلو دښمنانو ته ورکوي. ورو – ورو دا اصطلاح د طالبانو جهاد ته هم ور زياته شوه او طالبانو د امريکې په وړاندې له القاعدې سره د ګډې جګړې پر مهال همدا کارونه وکړل. ان د افغان امنيتي ځواکونو سرونه به هم طالبانو له دې کبله پرې کول چې له «کفارو» او «اشغال» سره يې همکاري کړې ده او موږ د تېر دولت پر مهال وليدل چې له امنيتي ځواکونو هم سرونه پرې شول. همدا راز مو تر دې بدترين چلند سږ کال په پنجشير کې د ولسي مقاومت له ځواکونو سره وليد. د مثال په ډول، د ملک درې د قومندان نيول کېدل او د قيوم ذاکر د ځواکونو له خوا د هغه پر سر ډزې کول او د هغه په لسګونو نورو انسانانو د مغزونو الوزولو ريښه له ديني متونونو څخه په همدې غير مناسب برداشت کې ده.

دويم شی چې طالب له القاعدې سره د ګډې جګړې پر مهال زده کړ هغه د «تترس» فقهي قاعده وه. دا قاعده يو روش دی چې يو څوک يې په وسيله ځان له دښمنه ساتي. يعني د خلکو له يوې ډلې د ډال په توګه کار اخيستل ځکه چې پوهېږي دښمن يې د يرغمل شويو د خونديتوب په خاطر نظامي بريد نه کوي او يا هم په بريد کولو کې شکمن کېږي. که په دغسې حالت کې پر دښمن بريد وشي، نو شونتيا ده چې يرغمل نيول شوي قرباني شي، نو ايا داسې بريد د شريعت له مخې روا دی که نه؟ د «تترس» قاعدې پر اساس او د هغه تاکيد له مخې چې جهادي – تکفيري سلفيان يې پرې کوي، په دغسې حالت کې بريد کول روا دي که څه هم د يرغمل نيول شويو د وژل کېدو په بيه تمامېږي. مهدي فرمايان په خپل کتاب «نقد مبانی سلفی – جهادی» کې ليکي: « د ابو قتاده فلسطيني په څېر سلفيان تروريستي عمليات د تترس له قاعدې سره تشبيه کوي او وايي چې په ننني جهاد کې د ښځو او ماشومانو وژنه په هغه حالت کې روا ده چې مرتدين او د هغوی ښځې او اولادونه په چاودېدونکو موادو سره ووژل شي. همدا راز د ابو محمد مقدسي په نوم د سلفي – جهادي فکر يو بل سرلاری هم د تترس موضوع د استشهادي (ځانمرګي) عملياتو د جواز دليل ګڼي. سلفيان د خپل دې عمل لپاره د طايف په جګړه کې د اسلام د پيغمبر په هغه عمل استناد کوي چې پوهېده په کلا کې ښځې او ماشومان شته دي خو بيا يې هم منجنيق وکاراوه.

په تېرو دوو لسيزو کې چې طالبانو کوم ځانمرګي/استشهادي بريدونه کړي دي، د هغوی ډېری قربانيان غير نظامي او بې ګناه وګړي وو. کله چې طالبان واک ته ورسېدل، نو بيا يې د رسنيو او افغانستان د خلکو په ځواب کې خپل دا عمل توجيه کړ چې پر دښمن د بريد کولو پر وخت مو که څه هم د بې ګناه خلګو وژل نه غوښتل، خو دا چې تر استعمار او اشغال لاندې يې ژوند کاوه، نو موږ د خلکو له وژلو پرته بله لار هم نه درلوده. په داسې حال کې چې د ديوبند او اهل سنت په مکتب کې د قتال او تترس په نوم يو قاعده منل شوې ده او توجيه کېدلای نه شي. د حنبليانو، شافعيانو او يو شمېر مالکيانو په اند قتال او تترس جواز نه لري.

کله چې طالبان يو ځل بيا په افغانستان کې واک ته ورسېدل نو پر ډېری اهل حديثو او سلفيانو يې بريد وکړ. رازنيوز ويبپانې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د سلفيانو د په نښه کولو په تړاو راپور خپور کړی دی؛ د حمدالله په نوم يو کس چې په ننګرهار کې د يوه مسجد امام دی او د سلفي مذهب پيرو دی، نوموړی د طالبانو تر راتګ وروسته د دوی له وېري پېښور ته کډه شوی دی، دی وايي چې د حنفي طالبانو په ليکو کې ځيني نظامي خلک شته دي چې د سلفيانو سخت مخالف دي او هغوی «واجب القتل» ګڼي. د طالبانو له لوري د سلفيانو منظم ځپل دا ادعا تاييدوي ځکه دوی يې د داعش ملاتړي بولي، ګواکې خپل حريفان يې ګڼي.

حمدالله د سلفي اهل حديثو له ډلې څخه دی او د دې ډلې اکثره غړي د افغانستان په کنړ، ننګرهار، نورستان او کابل ولايتونو کې ژوند کوي. حمدالله  په دې مرکه کې ادعا کوي چې د افغانستان تر اشغال وروسته، طالبانو په سازماني توګه سلفيان ځپي. د ده په وينا، سره له دې چې طالبان په افغانستان کې د سلفي مکتب علماء وژني او بنديانوي يې، له دې ډلې سره تړلي مسجدونه او مدرسې هم يا بندېږي او يا هم اشغال کېږي.

همدا راز په دې وروستيو کې طالبانو د يوه رسمي مکتوب له لارې د حزب التحرير، جمعيت اصلاح او نهاد النجم فعاليتونه ممنوع اعلان کړي، دا ډلې سلفي تمايلات لري. د ۸صبح د راپور پر اساس، په دې مکتوب کې راغلي دي: «د عمومي استخباراتو د رهبري ادارې له لارښوونې سره سم … د احزاب التحرير، جمعيت اصلاح، نهاد النجم او تکفيري ډلو هر ډول فعاليتونه به ممنوع وي.»

په دې سره روښانه کېږي چې طالبان له يوه لوري په غير شعوري توګه او د ايډيولوژيکې تشې له امله د سلفي فکر تر اغېز لاندې راغلي دي او له بله لوري په شعوري توګه د ځايي سلفي ملايانو لپاره د ژوند دايره سختوي. دا ډول کار يې د دې ښوونه کوي چې د سلفيت يو څرګند تعريف نه لري او د معلوماتو او تيورۍ له فقر سره مخ دي. د سلفيت په اړه د دوی فهم سطحي دی چې فرقه‌ييز تعصب پکې جوت دی. دا چې طالبان يو منسجم او تعريف شوی نړۍ‌ليد نه لري، له امله يې د دوی د دښمن پېژندنې په لړ کې له ضعف سره مخ دي او همدا وجه ده چې طالبان په يوه وخت کې د سلفيت تر څنګ يوه ګډه جګړه مخته وړي او په عين مهال کې د هغه سلفي تعبير پر خلاف ولاړ دي چې تکفيري جهادونه له هماغه ځايه خړوب کېږي.

د دې لپاره چې د طالباني تفکر ګډوډي نوره هم روښانه کړو، بايد هغه تيوريک بدلونونه په مستقل ډول مطالعه کړو چې د طالبانو پر فکر او چلند اغېز لري. د طالبانو د فکر او چلند د پوهاوي په لړ کې د دوو فقهي – کلامي مکتبونو د افکارو اجمالي مطالعه مهمه ده.

پايله

طالباني تفکر په حقيقت کې له يوه پاراډوکسه زېږېدلی دی؛ له همدې کبله هغه ځانګړنې نه لري چې يوه ايډيولوژي يا هم تيوري يې لري لکه نظم، قانونمندي، تبيين او ايډيولوژيک ثبات. له همدې امله طالبان د ديني ناهضم شوي تعبير يو داسې ځواک دی چې غواړي په قومي لحاظ واک ته ورسېږي. دا چې دا خوځښت ايډيولوژيک اړخ نه لري او د مذهب تخصصي فهم هم ورسره نشته، له هغو مدرسو راوتلي چې حنفي فقهي تمايلات لري مګر د شوروي پر خلاف د جهاد دورې او د امريکايانو په وړاندې د دوو لسيزو مقاومت دا خوځښت له جهادي سلفيت او يا د القاعدې له تکفير څخه اغېزمن کړی دی. د تکفيري سلفيت اغېزې پر طالبانو په داسې ډول شوې دي چې له افغانستانه د امريکا تر وتلو او د جمهوريت تر سقوط وروسته چې کله دې ډلې واک ونيو، نو د سلفي او اهل حديثو ملايانو پر خلاف لاس په کار شول او د هغوی يې ګڼ ديني عالمان شکنجه او ووژل.

دا ښکاره کوي چې طالبان د «خپل» تعريف نه لري او د اسلام يو ځانګړی تعبير ورسره نشته او له اسلامه چې څه لري هم هغه تصادفي/تعاملي دي، نه شعوري. پر همدې اساس طالبان د تاريخي شرايطو او تصادفي بحثونو تر اغېز لاندې د تغيير او تاثير منلو ظرفيت لري. همدا راز يوه بله خبره داده او د طالبانو تجربه هم موږ ته راښيي چې قوم له دين سره په هيڅ ډول هم نه شي يو ځای کېدلای. کله چې طالبان له يوه اړخه ادعا کوي چې خلک د ديني ارزښتونو پر محور راغونډوي او له بله اړخه يوازې د قومي ارزښتونو پر اساس چلند کوي، يوه مليت ته هويت ورکوي او بل له همدې حقه محروموي، نو دا کار ورو – ورو بيرته سمه ييزې – قومي ترپګنۍ او مذهبي ترپګنۍ سره ګډوي او دا ګډوډي کولای شي سياسي او قومي چلندونه توجيه کړي، د دې پايله دا کېږي چې قومي ترپګنۍ او غبرګونونه د مذهب تر نوم لاندې مشروعيت پيدا کوي او د عدالت او جنايي اعمالو تر منځ تفکيک کول سختېږي. البته دا ستونزه تر ډېره په هغو ميکانيزمونو پورې هم تړاو لري چې طالبانو د واک د وېش لپاره تعريف کړي دي. د مثال په ډول د ملي مسايلو د حل لپاره دوه متضاد روشونه لکه «لويه جرګه» او «د حل و عقد شورا».

د طالبانو په منځ کې او د طالبانو د ډيالوګ په دننه کې چې کوم تناقضات شته دي، هغو ته په پام ويل کېدلای شي چې چې دوی په تدريجي توګه په خلکو، ښاري فرهنګ او د مدنيت په ښيګڼو کې هضمېږي ځکه د مدنيت، ډيموکراسۍ او ازادۍ په وړاندې د دوی مخالفت شعوري ايډيولوژيک اساس نه لري بلکې د دوی مخالفت د ځينو نورو شرايطو زېږنده دی لکه د ژوند حالات، تاريخي او جغرافيوي جبر لکه ارزښتونه، له مدني او ښاري ژوند څخه يې محروميت، په جګړه کې ژوند، له واکه محروميت او همدا راز اقتصادي، ټولنيز، رواني او نور لاملونه.

د طالبانو تيوريکه ګډوډي دا ډله له سياسي انشعاب سره مخ کوي او تجزيه کوي يې. لکه وړاندې چې مو وويل يوه ډله ډېر افراطي او تکفيري خلک له طالبانو بېل او داعش سره يو ځای شول. همدا راز شونې ده چې د طالبانو ځيني ځايي او ميانه‌رو کسان د واک غوښتنې په ملي ارزښتونو کې حل شي. يا هم ښايي په يوه داسې سياسي حرکت بدل شي چې ليد به يې قومي او محافظه کارانه وي او له تروريستي – افراطي ډلو سره به د يوه دولت له مقامه برخورد کوي، نه د يوه ايډيولوژيک خوځښت په توګه. پر همدې اساس، په يو څه وخت او اوږده مهال کې له نړيوالتوب او ډيموکراسۍ سره د طالبانو ادغام او د هغوی د ايډيالوژۍ د پاشل کېدلو احتمال له وقوع ليرې نه دی.

طالبان د ايډيولوژيکو مذهبي بېلګو تر اغېز لاندي دومره ښه نه ارزول کېږي، لکه څومره ښه چې د ټولنپېژندنې پر اساس پېژندل کېدلای شي. د دوی د فکري نسل پېژندنې لپاره يې بايد افراد او سياسي رهبران په بېله توګه مطالعه کړل شي؛ همدا راز يې سرتېري په بېله توګه او له دې سره سره قومي – ټولنيز او مذهبي بېلګي بايد جلا مطالعه کړل شي. د هغو زمينو مطالعه چې طالبان ترې را پيدا شوي او د دوی د دوام سبب شوي، د هغو مطالعه په خپله تر طالبانو ډېره مهمه ده.

سرچینې:  

انصاری، بشیراحمد، ۱۳۹۱، «مذهب طالبان» بی، جا.

جانسون، توماس، ۱۳۹۸، «روایت‌های طالبان»، ترجمه‌، فردوس کاوش، انسټیټیوټ مطالعات استراتژیک وزارت امور خارجه.

رشید، احمد، ۱۳۹۰، «پاکستان در پرتگاه» ترجمه، دکتر نجیب‌الله بارکزی، انجمن نشراتی دانش.

صدر، عمر، ۱۳۹۰، «حل سیاسی منازعه افغانستان»، ترجمه، فردوس کاوش، مرکز مطالعات استراتژیک افغانستان.

فرمانیان، مهدی و جمعی از نویسندگان، ۱۳۹۷، «نقد مبانی سلفی»، نشر مؤسسه مطالعات بنیان دینی. مژده، وحید، ۱۳۸۲، «افغانستان و پنج سال سلطه‌ی طالبان»، تهران نشر نی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه