سپين بولدک کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو نښته پایته رسیدلې؛شپږ کسان وژل شوي تر ۲۵ ډیر ټپیان دي

اطلاعات روز: د کندهار سپين بولدک کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې له امله چمن لورې ته پنځه کسان وژل شوي او تر پنځلسو ډیر ټپیان دي. ویل کېږي چې دې غاړې ته یو طالب وژل شوی او د درې ملکي وګړو په ګډون ۱۰ طالبان ټپیان دي.

ورته مهال سپین بولدک کې د طالبانو ځایي مسوولین د نښتې د پایته رسیدو خبر ورکوي.

دغه نښته د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نن (یکشنبه، ۲۰ د لیندۍ) له غرمې مخکې پيل شوې وه.

یوې سرچینې وویل، ياده نښته هغه مهال رامنځته شوه چې طالب پوله ساتو غوښتل «ډېورنډ فرضي کرښې» ته څېرمه نوې پوستې جوړې کړي.

د سرچینې په وینا، د دغې نښتې په ترڅ کې چمن لوري ته د نظامي او ملکي وګړو په ګډون لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ۱۵ کسان نور ټپیان دي.

په یوه خپور شوي ویډیویي کلیپ کې چې ویل کېږي چمن کې ثبت شوی لیدل کېږي چې د یوه کس جسد په وینو کې لت پت پروت دی. په دغه ویډیو کې یو کس وایي، دواړه لورو په عامو خلکو ډزې وکړې.

چمن کې د مړو او ټپیانو انځورونه خپاره شوي، چې ماشومان هم پکې لیدل کېږي.

دغه راز کندهار کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید بیا وایي، چې د سپین بولدک په جګړه کې یو طالب وژل شوی او د درې ملکیانو په ګډون ۱۰ طالبان ټپیان دي.

تېره میاشت هم د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه، چې له امله یې د سپین بولدک – چمن لار د یوې اونۍ لپاره تړل شوې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه