کندهار کې د تیلو ۲۵ پمپونه د بې کیفیته تیلو پلور له امله وتړل شول

اطلاعات روز: د طالبانو د سرپرست حکومت د نورم او سټنډرډ ملي ادارې له لوري کندهار کې د يوه کمپاين پرمهال د تیلو ۲۵ پمپونه او پنځلس ذخیرې د بې کیفیته او ګران بیه تیلو پلور له امله تړل شوي دي.

د دغه ادارې مشر نور احمد ياسر وايي، ياد کمپاين د هېواد په څلورو ولايتونو کې د بې کيفيته او ګران بیه تېلو د مخنيوي په موخه پېل شوی دی.

نوموړی زیاتوي، کندهار ښار کې يې د بېلابېلو تیلو پمپونو ارزونه کړې چې له ډلې یې پنځه ويشت پټرول پمپونه او پنځلس د تېلو هغه ذخيرې بندي کړي چې بې کیفیته تېل یې په لوړه بیه پلورل.

هغه وویل: « د کندهار په بېلابېلو ناحيو کې مو د څلويښتو پټرول پمپونو ارزونه ترسره کړې چې له هغې جملې پنځه ويشت پټرول پمپونه د بې کيفيته تېلو د پلورلو له امله بند شول او پنځلس د تېلو ذخیرې وتړل شوې، زموږ دا کمپاين به نورو ولايتونو ته هم وغځېږي.»

دغه راز کندهار کې د پټرول پمپونو مسوولين د دې کار خوښ بریښي او وایي، چې بې کيفيته تېل دوی نه بلکې تجاران راواردوي.

د دوی په خبره د طالبانو حکومت دې دوی ته د ښه کيفيت لرونکي تېل وارد کړي ترڅو په پټرول پمپونه کې د دغه ډول کړنو مخه ونیول شي.

د يادونې وړ ده چې تردې وړاندې د کندهار اوسېدونکو شکايت کوه چې دغلته زيات شمېر پټرول پمپونه بې کیفیته تیل په لوړه بیه پلوري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه