اطلاعات روز: پکتیا کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز ګردیز کې نامعلومو کسانو له یوه ځوان سر غوڅ کړی دی.
پکتيا ولايت کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند منيب ځدراڼ وايي، تېره ورځ (شنبه، ۱۹ د لیندۍ) په مرکز ګرديز کې د اولې امنيتي حوزې اړوند «عبدالله کلا» سيمه کې د يو ځوان جسد موندل شوی دی.
د ځدراڼ په خبره چې ياد کس په ګردېز ښار کې ټکسي موټر چلاوه او په همدې ورځ هم په کرايه يادې سيمې ته تللی و.
هغه همدا راز په دغه پېښه کې د ښکېلو کسانو د نيولو په موخه د طالب امنيتي ځواکونو د پلټنو ډاډ هم ورکړی دی.
په همدې حال کې بيا په دغه ولايت کې يوې ځايي سرچينې اطلاعات روز ته وويل، چې له وژل شوي ځوان په ډیر بې رحمانه ډول سر پرې شوی او وروسته يې جسد د خپل موټر خوا کې اچول شوی.
تر اوسه چا د يادې پېښې مسووليت په غاړه نه دی اخيستی دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پکتيکا ارګون ولسوالۍ کې هم يوه درې کلنه جلۍ په مرموز ډول وژل شوې وه.
د سويل ختيځ زون ولايتونو اوسېدونکي د هدفي وژنو، غلاو او نورو جنايي پېښو له ډېرېدو اندېښمن دي او ټينګار کوي چې د طالبانو امنيتي ادارې دې د خلکو امنیت ټینګ کړي.
