ننګرهار ته د ولسمشر سفر؛ د ننګرهاریانو غوښتنې او د ولسمشر د کړیو ژمنو بیا تازه کېدل

ایا دا ځل به شوې ژمنې عملي شي؟!

خبریال: جان اغا صالح

ولسمشر  محمد اشرف غني نن (پنج شنبه، ۱۸ مرغومې) ننګرهار ته په خپل سفر کې یوې لویې ولسي غونډې ته د وینا پرمهال د ننګرهار له ولسونو سره پخوانۍ ژمنې بیا تازه کړې.

ولسمشر غني دغه راز په دې ولایت کې په ملکي او نظامي ادارو کې هم د پراخه اصلاحاتو پر پلي کیدو ټينګار وکړ او له ولسونو سره یې ژمنه وکړه، چې په دې ولایت کې به د امنیت، بیارغونې، بریښنا، ترانزیټ او نورو برخو کې جدي اقدامات وکړي.

ولسمشر غني وویل: «مونږ به ننګرهار ته له پېښور د ریل پتلې د جوړیدو چارې هم نیږدې وخت کې پیل شي،  د دې ولایت سره لوې لارې به په پاخه او اساسي ډول جوړې شي او هم به یې د بریښنا په برخه کې شته ستونزې حل شي.»

ولسمشر غني تر ډېره پخوانۍ ژمنې بیا تازه کړې.

جمهور رییس وایي، په دې ولایت کې د ښوونکو د کمبود په برخه کې د څلور زره نویو بستونو د منظوریدو ترڅنګ به په دې ولایت کې د بیارغونې په برخه کې ګڼې پروژې پلې شي.

«سږکال به ۴ زره ښوونکو بستونه ننګرهار ته ورکړل شي او هیله شته چې په دې سره به د ښوونکو به برخه کې شته ستونزې ترډیره هوارې شي او هم به دبیارغونې په برخه کې پروژې پلې کړو.»

ولسمشر غني دغه راز د سولې د دویم دور خبرو کې له طالب استازو سره پر جمهوریت او د دایمي اوربند پر پلي کیدو ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه: «دا ځل چې د سولې دویم وار خبرې پیل شوي مونږ ژمن یو چې د خلکو ټولو حقوقو ته پام کیږي او هم به له جمهوري نظام پر تل پاتې کیدو او دغه پر دایمي اوربند ټینګار وي.»

غونډې د ننګرهار د ولایتي شورا رئیس احمد علي حضرت د وینا پر مهال په دې ولایت کې د داعش وسله والې ډلې له ماتې وروسته په یو شمیر ولسوالیو کې د لشکر طیبه او نورو وسله وال ډلو پر فعالیت اندیښنه وښوده.

هغه دغه راز ډیورنډ فرضي کرښې ته په نیږدې ولسوالیو کې د پاکستاني حکومت وروستي اقدامات د اندیښنې وړ وبلل.

ښاغلي حضرت زیاته کړه: «ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې د داعش له ماتې وروسته نورې ډلې راپيدا شوی او فعالیتونه یې پیل کړي دي لکه لشکرطیبه، لشکر اسلام او نور او هم د پاکستان وروستي اقدمات د اندیښنې وړ دي.»

د ننګرهار د ولایتي شورا رئیس احمد علي حضرت د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د پاکستان تاسیسات د اندېښنې وړ وبلل.

په ورته مهال د ننګرهار د ولایتي پخواني منشي ذبیح الله زمري له جمهور رئیس نه د کړو ژمنو د عملي کیدو غوښتنه وکړه.

« کومې ژمنې چې جمهور رئیس کړي تراوسه یې یوه هم نه ده عملي شوي، نه د بريښنا برخه کې نه د ښوونکو، نه د بیارغونې او نه په روغتیایي برخه کې هڅې ژمنې کیږي خو عملي کیږي نه.»

د ننګرهار د ولایتي پخواني منشي ذبیح الله زمري له جمهور رئیس نه د کړو ژمنو د عملي کیدو غوښتنه وکړه.

خو جمهور رئیس بیا داځلې د ننګرهار له ولسونو د ژمنو دعملي کیدو ډاډ ورکوي او وایي، دا ځل به ننګرهار کې بنسټیز کارونه ترسره کړي.

که څه هم نوموړي له دې وړاندې سفرونو کې هم ورته ژمنې کړې وې خو عملي شوې نه وي وبه لیدل شي چې دا ځل دا ژمنې څومره عملي کیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه