اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په ګوشته ولسوالۍ کې یې دوه سړي او یوه ښځه عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
ننګرهار کې د طالبانو د رسنیو له دفتره نن (پنج شنبه،۱۷ د لیندۍ) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ولایت د مرافعه محکمې رياست په ګوشته ولسوالۍ کې د لومړنۍ محکمې وروسته يوه ښځه او دوه سړي د نامشروع اړيکو درلودو په جرم په دُرو وهلي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د قضائيه پلاوي له خوا دلاور په ۲۰، چمن په ۱۹ او بيبي امنه په ۱۲ دُرو په عام محضر کې د محکومو کسانو د قناعت په موجوديت کې ووهل شول.
له دې څو ورځې وړاندې په دره نور ولسوالۍ کې هم طالبانو یو کس د لواطت په تور په عام محضر کې په دُرو وهلی و.
