اطلاعات روز: د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر نن (چهارشنبه، ۱۶ د لیندۍ) ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال په یوه غونډه کې بهر ته له تللو استادانو وغوښتل، چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي او د هېواد بچي وروزي.
سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې هېواد ګډ کار ته اړتیا لري او باید په ګډه د نوي نسل په روزنه کې برخه واخيستل شي.
ندیم زیاتوي: «د لوړو ذده کړو وزارت هڅه کوي داسې یو واحد نصاب جوړ کړي چې په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونو کې یو ډول درسي نصاب پلي شي، چې د دې په وسیله به محصلینو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي او هم هڅه کې یو چې خپل محصلین بهرنیو هیوادونو ته د لوړو زده کړو لپاره ولیږو او په دې برخه کې کار روان دی.»
په همدل حال ننګرهار کې د یو خصوصي پوهنتون استاد بشیر احمد بیا د لوړو زده کړو وزارت دا اقدام ستایي، خو ټینګار کوي چې د طالبانو حکومت دې دوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر همدا راز ټینګار وکړ چې د پوهنتونو د استادانو معاشات به لوړوي او دغه راز به د ننګرهار پوهنتون غصب شوې ځمکه بیرته راګرځوي او د دې ترڅنګ به په یاد پوهنتون کې ټولې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.
