اطلاعات روز: کندهار کې طالب چارواکي وایي، د دغه ولایت د ښار څلورمې حوزې اړوند سیمه کې یوه پنځوس کلن سړي ځان زندۍ کړی دی.
دوی وايي، یاد پنځوس کلن سړي نن سهار (چهارشنبه، ۱۶ د لیندۍ) د کندهار ښار څلورمې حوزې اړوند سیمه «یارانه» مارکیټ ته څیرمه ځان زندۍ کړی او ژوند یې بایللی دی.
مسوولین زیاتوي، دغه پنځوس کلن سړی محمد ظاهر نومیده او د عصبي ناروغۍ له کبله یې ځان وژلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم کندهار کې يو تن ځان زندۍ کړی و، چې لامل يې د پلار له لوري د هغه سره نامناسبه چلند ياد شوی و.
هیواد کې فقر، بې کاري او کورنی تاوتریخوالی د ځان وژنې اصلي لاملونو ګڼل کېږي.
