اطلاعات روز: سرچينې د مزار شريف ښار کې د یوې چاودنې خبر ورکوي او وایي، چې دغه چاودنه کې د حيرتان بندر د کارکوونکو موټر په نښه شوی دی.
دا چاودنه نن سهار (سې شنبه، ۱۵ د لیندۍ) د مزار شريف ښار د دريېمې ناحيې اړوند سيمه سيد آباد څلور لارې کې شوې ده.
د اطلاعات روز خبريال هم راپور ورکوي چې په دې چاودنه کې د حيرتان بندر د نفتي موادو د کارکوونکو ۳۰۳ موټر په نښه شوی دی.
هغه وویل، چې په دې موټر کې ۴۰ کسه ناست و.
د دې بريد د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
په بلخ کې ځايي طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
