اطلاعات روز: د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ملا ندا محمد نديم د دې ډلې له غړو څخه د ديني سويې د تثبيت ازموينې له اخيستلو سره مخالفت کړی او ويلي يې دي چې هغه طالب تر ټولو ممتاز دی، چا چې ډېرو ماينونو ته چاودنه ورکړې وي.
نوموړي دا څرګندونې نن (يکشنبه، ۱۳ د لیندۍ) په هرات ولايت کې د يوې غونډې پر مهال کړې دي.
د نديم د دې خبرو ويډيو پر ټولنيزو رسنيو خپره شوې، هغه وايي چې د افغانستان په پوهنتونونو کې د جمعيت اصلاح، حزب تحرير او ډیموکرات په نوم خلکو ته ځای نه شته.
نوموړي په خپلو خبرو کې له ديني عالمانو د امتحان اخيستل د هغوی بې عزتي بللې او ويلي يې دي چې د لويو ملايانو بايد يوازې اسناد ارزيابي شي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ويلي، چې يوازې له ځوانو عالمانو بايد ازموينه واخيستل شي.
عموما په افغانستان کې د ديني مدرسو له فارغينو څخه د سويې د تثبيت ازموينه اخيستل کېږي.
په روان کال کې د طالبانو غړو چې ټول يې ديني زده کړې لري، په ازموينه کې ګډون کړی دی. څه موده وړاندې په باميان کې د دې ډلې د استخباراتو رييس د سويې د تثبيت په ازموينه کې ناکام شوی و.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزير وايي، چې د دې ډلې له غړو څخه بايد ازموينه وانه خيستل شي.
نوموړي ويلي، چې د طالبانو د کومو غړو چې دستاربندي شوې ده او اوس يا ولسوالان، يا هم قومندانان دي، له هغوی بايد ازموينه وانه خيستل شي: «شل کاله يې په ستړيا کې تېر کړي دي، اوس ته ورته وايې چې امتحان راکړه. هغه حافظ د ټولو مسايلو هم نه دی. نو ګناه خو به يې دا نه وي چې شل کاله يې د کفارو مقابله کړې ده. د هغو د امتياز درجه به دا وي چې هر څومره يې ډېر ماينونه پټاو کړي وي، هغه ډېر ممتاز دی.»
