پنجشېر کې پر يوه ښځه د طالبانو جنسي تېری تاييد شو

انځور: ارشیف

اطلاعات روز: د طالبانو يو ځايي چارواکی د دې ډلې له يوه بل غړي سره په محرمانه خبرو کې د پنجشېر ولايت د پريان ولسوالۍ خاواک سيمه کې پر يوې ښځې جنسي تېری تاييد کړی دی.

اطلاعات روز ورځپاڼې دغه غږیز کليپ ته لاسرسی پيدا کړی.

د طالب نظامیانو پر وړاندې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون غړى مولوي امين الحق او د دې ډلې د ښاري محکمې رييس په دې غږیز کليپ کې چې مخاطب يې د ضيايي په نوم يو کس دی وایي، چې د طالبانو له لوري په خاواک کې پر يوې ښځې جنسي تېری حقیقت لري.

دی وايي، چې قرباني ښځه اصلا د بغلان ولايت د خوست ولسوالۍ اوسيدونکې ده.

داسي ادعا شوې وه چې طالبانو په خاواک کې پر يوه ښځه او د هغې پر څلورو لوڼو تېری کړی وو.

خو مولوي امين الحق په دې پيغام کې د هغې ښځې پر لوڼو تېری دروغ ګڼي.

د طالبانو شکاياتو ته د رسيدګۍ کميسيون دا غړی وايي، چې خاواک سيمې ته تللی دی، له قرباني شوې ښځې سره يې خبرې کړي او قضيه يې له نږدې ارزولې ده.

دی وايي، چې پر دې ښځه د جنسي تېري په تور د طالبانو شپږ غړي نيول شوي دي؛ خو په دوی کې يوه يې پر دې جرم اعتراف کړی او پنځه نور يې د جرم شريکان دي.

د روانې اونۍ په سر کې د پنجشېر ولايت پريان ولسوالۍ په «هزاره کپه ده خاواک» کلي کې پر يوې کورنۍ د طالبانو د تېري راپورونه خپاره شول.

طالبانو په لومړي سر کې دا ادعا دروغ ګڼلې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه