زابل کې تورې ټوخلې دوه ماشومان مړه کړي او لسګونه نور پرې اخته شوي

اطلاعات روز: د زابل روغتيايي چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولايت په سيوري ولسوالۍ کې د تورې ټوخلې ناروغۍ له کبله دوه ماشومان مړه شوي او نږدې ۲۰۰ نور پرې اخته شوي شوي دي.

د زابل لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ته وويل، د تورې ټوخلې يادې پېښې د تېرو دوو ورځو په موده کې د سيوري ولسوالۍ په سلام خېلو، محمد کريم، ښادي، ښالم او محمد خېلو کليو کې ثبت شوې دي.

د ده په وينا، سيمې ته يې روغتيايي ټيمونه لېږلي او هڅې روانې دي ترڅو هلته ټول ماشومان واکسين او د لا خپریدو مخه یې ونیسي.

د نوموړي په خبره: «زموږ هڅې روانې دې ترڅو د نورو مثبتو پېښو مخه ونيسيو، د تېرو څو ورځو راهيسې موږ د دې ناروغۍ نږدې اووه اوټ بریکه درلودل، په ټولو سیمو کې زموږ روغتیايي پرسونل شتون لري، اوس د ۲۰۰ کسانو عاجله درملنه روانه ده.»

دغه راز روغتيايي مسوولين له خلکو غواړي چې خپل ناروغ ماشومان شاوخوا روغتيايي مرکزونو ته انتقال کړي ترڅو هلته يې درملنه ترسره شي او د دغې ناروغۍ د پراخيدو مخنيوی وشي.

توره ټوخلې د تنفسي سیستم یوه ناروغۍ ده چې د یو ډول میکروب څخه منځته راځي، ډاکټران وایي، چې یاده ناروغۍ د یوه کال څخه په کم عمره ماشومانو کې ډیره خطرناکه وي او ناروغ باید ژر تر ژره روغتیايي مرکز ته واستول شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه