طالبانو ننګرهار کې روغتیایي مرکزونو ته له محرم پرته د ښځو په ورتګ بندیز لګولی

اطلاعات روز: د طالبانو د حکومت په واکمنیدو سره پر افغان میرمنو د طالبانو له لوري بندیزونه زیات شوي، چې تازه یې د ننګرهار ولایت په ځینو ولسوالیو کې ښځې له محرم پرته روغتون ته په ورتګ منع کړې دي.

اچین، سپین غر، غني خیل، کوټ، بټي کوټ، نازیان، دوربابا، ګوشته، کامه، خوږیاڼي،شیرزاد، سره رود د ننګرهار هغه ولسوالۍ دي چې د طالبانو د امرباالمعروف ادارې له لوري پکې له محرم او یا د کورنۍ له غړي پرته میرمنې روغتون ته له تګ منع شوې دي.

د ننګرهار د اچین ولسوالۍ اوسیدونکی شریف شینواری وایي، د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې په دې ولسوالۍ کې د جوماتونو له لارې اعلان کړی او له خلکو په جدي توګه غوښتل شوي؛ چې میرمنې یې د کورنۍ د کوم نارینه غړي او یا د محرم پرته نشي کولای روغتون او یا نیږدې روغتیایي مرکز ته لاړې شي.

نوموړی وایي، د امرباالمعروف استازو دا هم ورته ویلي که یې څوک له پریکړې سرغړونه وکړي نو سخته سزا به وګوري.

شینواری زیاتوي: «د امرباالمعروف ادارې کسان راغلي و، دلته ولسوالۍ ته او بیا کلیو باندې ګرځيدل او خلکو ته یې وویل، چې ښځې یې له محرم پرته نشي کولای کلینیک ته لاړې شي؛ دا یې هم ویل که څوک یې له پریکړې سرغړونه کوي نو سزا به یې ډیره سخته وي.»

طالبانو د ننګرهار په ولسوالیو کې د جوماتونو له لارې خلکو ته اعلان کړی چې میرمنې له محرم پرته روغتونونو ته نشي تللی.

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ یو اوسیدونکی ذاهد الله هم ورته خبره کوي او وایي، له نورو سیمو سربیره یې په دې ولسوالۍ کې هم د امرباالمعروف ادارې کارکوونکو خلکو ته په جدي ډول سپارښتنه کړې چې خپلې میرمنې دې له محرم پرته روغتون ته نه پریږدي.

نوموړی وایي، د کامې ولسوالۍ په روغتون کې هره ورځ د امرباالمعروف ادارې کار کوونکي ولاړ وي او روغتون ته له ورغلو ښځو د خپل محرم په اړه پوښتنه کوي چې ځانته راغلې که له محرم سره.

د هغه په وینا طالبانو له دې سربیره په دغه ولسوالۍ کې پر ټول خلکو عشر عام کړی او همدارنګه په سلمانیانو یې هم ځینې بندیزونه لګولي، چې له مخې یې هغوی نشي کولای د ځوانانو ویښتان په سټایلي ډول او یا یې ږیره کې خطونه واچوي.

نورالله زیاتوي: «کامه کې هم د امرباالمعروف ادارې دوی ته سپارښتنه کړې چې خپلې میرمنې دې روغتون ته له محرم پرته نه پریږدي، دوی خلکو ته ویلي که یې خبره ونه مني نو د میرمنې خاوند او یا

به یې د کورنۍ بلی غړي ته سخته سزا ورکړي، دې حالت ډیر زیات خفه کړي یو او له حکومت غواړو چې پر خلکو دې دا ډول بیځایه بندیزونه نه لګوي، د کامې روغتون کې هره ورځ طالبان ښځې څاري چې ځانته راغلې او که محرم ورسره دی او یا ورڅخه پوښتنه کوي چې د کورنۍ غړی درسره دی؟.»\

د غني خیلو ولسوالۍ د روغتون یو ډاکټر چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي وایي، چې دوی ته هم یاده سپارښتنه د امرباالمعروف ادارې د ځینو استازو له لوري شوې ده.

هغه زیاتوي د طالبانو امربالمعروف ادارې هغه ښځې له روغتون هم را ګرځولي، چې يوازې او یا هم د خپلو ماشومانو د درملنې لپاره روغتون ته ورغلې وې.

د طالبانو امربالمعرف کارمندانو هغه میرمنې له روغتون ګرځولي چې له محرم پرته روغتون ته ورغلي.

ښځینه ناروغانې هم د طالبانو تازه پریکړې اندیښنې کړي او دا ډول بې اساسې پریکړې د حکومت کمزوري بولي.

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسیدونکې عزیزه وایي، د طالبانو یادې پریکړې له امله هغه خلک او مېرمنې له ستونزو سره مخ دي چې یا یې خاوندان مسافر او یا کونډې وي.

د نوموړې په خبره، دوه ورځې وړاندې د یادې ولسوالۍ روغتیایي مرکز کې د دې په ګډون یو شمیر میرمنې د طالبانو د امرباالمعروف ادارې د کارکوونکو له لوري تهدیدې شوي او له روغتون څخه شړل شوي دي.

عزیزه د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې پر میرمنو ته دې خپل بندیزونه پای ته ورسوي او خپل زور دې پر ښځو نه ازمایي.

عزیزه زیاتوي: «له کله چې میرمنې په روغتونونو کې د طالبانو لخوا بندې شوي نو ښځې له زیاتو روغتیایي ستونزو سره مخ شوي او په ځینو روغتونونو کې د طالبانو له لوري میرمنې تهدید شوي او ورته ویل شوي چې له محرم پرته دې روغتون ته نه راځي، زه په خپله هم دوه ورځې وړاندې د سره رود روغتیایي مرکز ته تللې وم هلته زه او نورې میرمنې چې محرم ورسره نه و، ډیر بدې خبرې راته طالبانو وکړې؛ دا د طالبانو د حکومت کمزوري ښيي چې پر ښځو هر ډول بندیزونه لګوي غوښتنه کوو چې دا بندیزونه دې پای ته ورسیږي.»

د یادې ولسوالۍ یوه بله اوسیدونکې امینه چې خاوند یې د ملي اردو په لیکو کې وژل شوی او د درې اولادونو مور ده.

هغه وایي، د طالبانو یادې پریکړې اندیښنه کړې  اوحیرانه ده، چې له دې وروسته به د خپلو اولادونو درملنې ته محرم له کومه کړي.

امینه زیاتوي: «روغتون ته چې لاړ شو هلته راڅخه طالبان پوښتنه کوي چې چا سره راغلې یې، ما ورته وویل کونډه یم او درې اولادونه لرم ویل یې محرم راوله او بیا دلته دوا واخله ډیره یې تهدید کړم او راته یې وویل، چې بیا له محرم پرته روغتونه ته رانشې.»

یو شمیر میرمنې چې د خپلې کورنۍ سرپرستې ور دغاړې ده وایي، نه يوهیږي چې د خپلو اولادونو د درملنې لپاره محرم له کومه کړي.

هڅه مو وکړه په دې اړه ننګرهار کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې چارواکو نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره یې د نظر په اخیستلو بریالي نشو.

په همدې حال کې د ننګرهار امربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې یوه سرچینه هم د نوم نه ښودلو په شرط مني، چې په روغتیایي مرکزونو ته یې د میرمنو په ورتګ ځينې بندیزونه لګولي دي.

سرچینې ویلي چې یاد اقدام یې په ټولنه کې د اخلاقي فساد د مخنیوي په موخه کړی دی.

روغتیایي مرکزونو ته داسې مهال له محرم پرته د میرمنو په ورتګ بندیز لګول کیږي، چې څه موده وړاندې د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي و؛ چې یوه تازه کړنلاره جوړه کړې چې له مخې یې نارینه ډاکټران باید د ښځو درملنه ونه کړي او د روغتیايي بنسټونو فعالیت باید د «اسلامي شریعت» پر بنسټ وي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو دحکومت په راتګ سره د ټولنې د نورو وګړو سربیره په میرمنو د طالبانو له لوري بندیزونه زیات شوي، چې زیاتره میرمنې یې په روحي او رواني ناروغیو اخته کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه