اطلاعات روز: د کونړ ځایي اوسیدونکي وایي، چې د دغه ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند «نواپاس» سیمه کې د پاکستاني ځواکونو یو ټانګ د تاسیساتو جوړولو پرمهال له غره دیخوا رالویدلی دی.
د سرکاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی زبیر ساپی وایي، چې پاکستاني ځواکونو نن (پنج شنبه، ۳ لیندۍ) سهار وختي غوښتل د دې ولسوالۍ د نواپاس د غره لوړه سیمه کې پوستې او تاسیسات جوړ کړي، چې ټانګ یې له غره دیخوا راغورځیدلی دی.
کونړ د طالبانو د والي ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري نجیب الله حنیف هم یاده پېښه تایدوي او وایي، چې سیمې ته یې پلاوی استولی څو د یادې پېښې لامل معلوم کړي؛ چې جزیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
د پاکستاني ځواکونو دا ټانګ د تاسیساتو جوړولو پرمهال داسې مهال د کرښې دې غاړې ته رالویدلی، چې د ډیورنډ پر فرضي کړښه ډیر کوچنی حرکت هم د دواړو لورو ترمنځ د جګړې احتمال زیاتولی شي.
خلک په دې باور دي چې پاکستان وخت ناوخته د تاسیساتو په نامه افغان خاوره لاندې کړې او قدم په قدم رامخکې کیږي.
