اطلاعات روز: د ننګرهار د کانال ریاست مسولین وایي، د یو خصوصي شرکت په همکارۍ یې هڅې پېل کړي چې د دغه ولایت د زیتونو تیل او اچار بهر ته صادر کړي.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د کانال رييس مولوي غلام الرحمن کظيم وایي، د دغې ادارې اړوند د زيتونو د پروسېس فابريکه کې سږني توليدېدونکي تېل او اچار يې د « المدينه» په نوم يو خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړي دي.
نوموړی وايي، په ګټونکي قراردادي شرکت يې يو شرط دا هم ايښی چې د ننګرهار توليد د زيتونو تېل او اچار به بهر ته هم صادروي او بهر کې به ورته بازار موندنه کوي چې ياد شرکت ورسره منلې او نږدې وختونو کې به يې صادرات پيل شي.
کظیم زياتوي، سږ کال د تخنيکي ستونزو او طبعي افتونو له امله د کانال اړوند د زيتونو باغونو په حاصلاتو کې په لويه کچه کموالی راغلی، خو له دې هر څه سره سره یې له راټولو شویو حاصلاتو۱۲۱زره ليټره تېل او لس ټنه اچار توليد کړي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر کال د زيتونو حاصلات ۱۰۸۷ ټنه وو، خو سږ کال دغه حاصلات يوازې تر ۱۰۰ ټنو اټکل شوی دی.
هغه وايي، تېر کال د زيتونو له پروسېس څخه ۱۲۲ زره ليټره د زيتونو تېل او ۱۰ ټنه اچاره توليد شوی وو، خو سږ کال به دا کچه هم د پام وړ کمه وي.
کظیم زیاتوي:«یوه شرکت ته مو د يوه ازاد رقابت له لارې موږ د تېلو او اچارو قرارداد ورکړ چې ټول اچار او تېل په ۷۱ ميليونه افغانيو وپلورل شول او یو ليټر زیتون تېل په ۵۶۲ افغانیو او یو بوتل زیتون اچارو بوتل په ۱۰۲افغانۍ بولي شوي دي.»
په همدې حال کې د المدينه په نوم د زيتونو د تېلو او اچارو قراردادي شرکت مسوول سهيل لنګريار وایي، بهر ته د تېلو او اچارو صادرات به وکړای شي چې د افغانستان عوايد لوړ، د صادراتو کچه زياته او تر څنګ يې خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.
دکانال ریاست مسولین وایي، کلونه وړاندې یې په ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه زیتون کرلي وو، چې د جګړو پر مهال یې سلګونه هکتاره له منځه تللي او اوسمهال یې ۱۷۲۰ هکتاره ځمکه زیتون پاتې دي چې د تخریب دمخنیوي لپاره ېې پر لارو چارو غور کوي.
