اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډیګر د طالبانو له بند څخه د ظریفې یعقوبي او د هغې د همکارانو د ازادیدو غوښتونکې شوې او ویلي یې دي، هغه ښځې چې د خپلو حقونو په اړه خبرې کوي افغانستان ته ګواښ نه پیښوي.
څه باندې دوه اوونۍ وړاندې طالبانو د کابل په لوېدیځ کې یوه لاریون کوونکې میرمن ظریفه یعقوبي او د هغې څلور همکاران د یوې خبري ناستې پر مهال ونیول.
دغه راز څو ورځې وروسته راپور ورکړل شو چې طالبانو یو شمیر نورې لاریون کوونکې ښځې، فرحت پوپلزۍ، زینب رحیمي او حمیرا یوسف هم نیولې دي.
کرن ډیګر نن (سې شنبه، ۱ د لیندۍ) په یوه ټویټ کې لیکلي: «هغه ښځې چې د خپلو حقونو لپاره خبرې کوي افغانستان ته ګواښ نه پېښوي، خو خپلسری توقیف ثبات ته زیان رسوي او یقینا دا سولییزه کړنه نه ده.»
طالبان بیا د لاريون کوونکو ښځو د نيولو په اړه څه نه وایي.
دغې ډلې واک ته له رسېدو وروسته پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګولي دي. اوس مهال له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته نه شي تلای او په دولتي ادارو کې ښځینه کارکوونکې په کورونو کې ناستې دي.
د طالبانو لخوا لګول شویو بندیزونو ښځینه احتجاجونه را پارولي دي؛ خو طالبان هڅه کوي چې د ښځو اعتراضونه وځپي.
