اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د مرکز جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند خاص فامیلو سیمه کې یوې پیغلې نجلۍ ځان وژنه کړې ده.
یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي اطلاعات روز ته وویل، چې پېښه تېره شپه (دوشنبه، ۳۰ د لړم) د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند «سې چهار» سیمه کې د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې یاده نجلۍ یې کورنۍ هغه چا ته ورکړې وه، چې خوښ یې نه و او له همدې امله یې تیره شپه ځان د کلاشینکوف په ډزو وژلی دی.
په همدې حال کې ځینې عیني شاهدان بیا وایي، چې د نجلۍ کورنۍ دهغې دسمال پرون د نجلۍ د کاکا زوې ته ورکړی و، خو دنجلۍ هلک خوښ نه و، ځکه یې ځان په کلاشینکوف ویشتلی دی.
خو د کورنۍ غړو یې بیا ویلي، چې یاده نجلۍ د زړه د حملې امله خپل ژوند بایللی دی.
هڅه مو وکړه په دې ننګرهار کې د امنیتي چارواکو نظر هم ولرو، خو له هڅو سره سره یې د نظر په اخیستو بریالي نشو.
په دې وروستیو کې په ننګرهار او د هیواد په نورو ولایتونو کې دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې لاملونه یې کورنۍ تاوتریخوالی، په بدو او کم عمرۍ کې د نجونو ورکول، فقر او بیوزلۍ ښودل شوي دي.
