اطلاعات روز: پنجشېر کې سرچينې وايي، طالبانو له «کوم جرم» پرته يو محصل نيولى او بندي کړى دى.
دغه محصل سعدالدین رهیاب نومیږي او د پنجشیر د عنابې ولسوالۍ د تاواخ کلي اوسیدونکی دی.
سرچینې زیاتوي، چې دغه ځوان د روان کال د وږي یا سنبلې میاشتې په پای کې د پروان ولایت له ګلبهار سیمې څخه هغه مهال نیول شوی، چې له پنجشیر څخه کابل ته روان و.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو لومړى سعدالدين کاپيسا ته لېږدولی او هلته يې د ٢٠ ورځني بند تیرولو وروسته د کابل د استخباراتو ۴۰ ریاست ته انتقال کړی دی.
د سعدالدین خپلوانو اطلاعات روز ته وویل، چې هغه شاعر و او په البیروني پوهنتون کې یې د لیسانس زده کړې پای ته رسولې وې او هوډ یې درلود چې د خپلو زده کړو د دوام لپاره ایران ته لاړ شي.
د دغه نیول شوي ځوان خپلوان وايي، چې سعدالدین ته لاسرسی نه لري او د هغه د برخلیک په اړه هم خبر نه دي.
د دغه ځوان د کورنۍ غړي ټینګار کوي چې سعد الدین له کومې ډلې سره تړاو نه درلود او په علم او زده کړو بوخت و: «طالبانو هغه له کوم جرم پرته زنداني کړی. موږ د بشري حقونو له سازمانونو غواړو چې زموږ د زوی په اړه د عدالت غوښتنه وکړي.»
طالبانو تر دې وړاندې هم څو ځلې د پنجشېر ولایت اوسېدونکي نيولي او ځورولي دي. دغه ډله د پنجشیر ځینې اوسېدونکي د «مقاومت جبهې» څخه په ملاتړ تورنوي.
