اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت د شينوارو ولسوالۍ اړوند په «کلاهي» سيمه کې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي د سوات ضلغې مشهور قومندان د یو وسله وال برید پرمهال وژل شوی دی.
د سیمې یو اوسیدونکی نورالله شینواری وایي، چې یاد قومندان سيفالله نومیده او په بابوجي مشهور و، چې د پنجشنبې په ماښام (۲۶ د لړم) په شینوارو ولسوالۍ کې د ناپيژانده وسله والو له لوري په ډزو وژل شوی.
ننګرهار کې طالب چارواکو تراوسه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او نه هم کومې وسله والې ډلې د یادې پېښې مسولیت منلی دی.
د معلوماتو له مخې د پاکستاني طالبانو د دغه قومندان د پاکستان د خیبرپښتونخوا د «ملکند» سیمې اوسېدونکی و او د پاکستاني طالبانو تحریک یو له مهمو قومندانانو څخه شمیرل کیده.
د نوموړي له وژل کیدو سره هم مهاله ناپيژانده وسله والو د ذاکرین په نوم د پاکستاني طالبانو یو مشهور قومندان په پکتیا ولایت کې په ډزو سره هم وژلی دی.
د طالبانو د حکومت په راتګ سره په ختځیو او د هیواد په نورو ولایتونو کې د تحرک طالبانو د مهمو قومندانانو وژل کیدل زیات شوي، چې دې حالت یو شمیر طالب چارواکي هم اندیښمن کړي دي.
