ننګرهار کې د زیتونو فابریکې ځینې وسایل له فعالیت لویدلي دي

اطلاعات روز: د ننګرهار د کانال ریاست اړوند د زیتونو فابریکې مسوولین شکایت کوي، چې د یادې فابریکې تخنیکي وسایل زاړه شوي او ځینې له کاره لویدلي دي.

د یادې فابریکې امر عتیق الله نایر اندیښنه لري، که د فابریکې وسایل ترمیم نشي ښایي د فابریکې فعالیت په ټپه ودریږي.

نوموړی وایي، مخکې به یې د ورځې له شل تر پنځه ویشت ټنه زیتون پروسېس کول، خو اوس یې د وسایلو د کم ظرفیت له امله دا کچه بیخي راکمه شوې ده.

نایر زیاتوي:«د کانال اړوند د زیتونو فابریکې وسایل ترمیم او ځینې نويوالي ته اړتیا لري، ځینې یې بیخي له کاره لویدلي او ظرفیت یې کم شوی دی؛ پخوا به مونږ د ورځې له ۲۰-۲۵ ټنه زیتون پروسېس کول او حتا په یوه ساعت کې به مو ۱۲۰۰سوه ټنه زیتون پروسېس کول خو اوس دا اندازه ۸۰۰ ټنو ته راښکته شوې ده؛ نو غوښتنه مو دا ده چې باید د وسایلو ترمیم غم وخوړل شي او که دا ستونز حل نشي نو فابریکه به حتما خپل فعالیت دروي او یا به یې بیخي فعالیت ټکنی شي.»

نوموړی په یاده فابریکه کې د بریښنا کمښت، د کاریګرو کموالی او د نورو لازمو وسایلو نشتون هغه لاملونه یادوي چې له امله یې دوی ډیر کله له ستونزو سره مخ وي.

د یادې فابریکې کاریګر وروستیو بې روزګاریو ته په کتو له خپله کاره راضي برېښي؛ خو د کاریګرو په زیاتوالي ټینګار کوي.

شیر ولي د یادې فابریکې یو کاریګر دی هغه وایي، د کاریګرو د کموالي له امله زیاتو ستونزو سره مخ دي او که مسول چارواکي په یاده برخه کې ستونزه حل کړي نو تر ډیره به د زیتون فابریکې چارې ګړندۍ شي.

په همدې حال کې د طالبانو کرنې وزیر مولوي عطاالله عمري ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال دوی ته ډاډ ورکړ چې د زیتونو د فابریکې وسایلو له نوي کیدو سربیره به په یاده فابریکه کې شته ټولو ستونزو ته حل لار وګوري.

د ننګرهار د کانال ریاست د معلوماتو له مخې تیرکال د زیتونو له څلورګونو فارمونو څخه ۹۰۰ ټنه زیتون راټول شوي و، چې سږکال یې د حاصلاتو اټکلي اندازه لا معلومه نه ده خو چارواکي یې وایي، چې اندازه یې ډیره کمه شوې.

دکانال ریاست مسولین وایي، کلونه وړاندې یې په ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه زیتون کرلي وو، چې د جګړو پر مهال یې سلګونه هکتاره له منځه تللي او اوسمهال یې ۱۷۲۰ هکتاره ځمکه زیتون پاتې دي چې د تخریب دمخنیوي لپاره ېې پر لارو چارو غور کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه