اطلاعات روز: د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د ښځینه خیاطۍ مسوولینې امکاناتو ته د لاسرسي نه لرلو له امله شکایت کوي.
زابل يو له هغه ولايتونو څخه شمېرل کېږي چې ښځينه قشر یې په وروستيو کلونو کې تعلیم او کار کولو ته پوره لاسرسی نه درلود او ژوند یې له کړاوونو ډک تېر کړی دی.
دې ولايت کې د ښځينه خياطۍ يواځينی مرکز چې له تېرو يوولس مياشتو راهيسې فعاليت کوي اوس یې مسوولینې د امکاناتو نشتون له امله د بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
د دغه ښځينه خياطۍ مسوولې حکيمې اطلاعات روز ته وويل، اوس مهال ورسره په ياد مرکز کې د پنځه ښځينه ښوونکو ترڅنګ لس تنې هغه ښځې کار کوي چې کورنۍ اقتصادي ستونزې لري.
نوموړې وایي: « ژمی راغی هوا ډېره سړه ده، موږ دلته هيڅ ډول امکاناتو ته لاسرسی نه لرو، ستونزې مو ډېرې دي خو د حل لاره راته نه معلومېږي، دلته چې هره ښځه د کار کولو لپاره راځي هره يوه یې رنګا رنګ ستونزې لري، خو امکانات نه دي راته برابر چې څنګه خپلې ستونزې حل کړو، موسېسات او طالبان دې زموږ سره مرستې وکړي، تر ننه هيچا زموږ حال نه دی پوښتلی.»

د حکیمې په وينا، زموږ سره لس میرمنې د خپلو کورنیو اړتیاوو پوره کولو په موخه د میاشتې د پنځه زره افغانیو په بدل کې ټوله ورځ کار کوي ترڅو یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.
هغې زیاته کړه، دولتي برېښنا ته لاسرسی نه لري اوس له لمرېزې بریښنا څخه کار اخلي، چې هغه يې ستونزې نه شي حل کولای او نورې برېښنا ته هم اړتيا لري.
د دغه مرکز د مشرې په وینا، مخکې بېلابېلو موسېساتو په همدې برخې کې میرمنې روزلې خو اوس يې هيچا هم پوښتنه نه ده کړې او خپلې ستونزې په یوازې سر حلوي.
د دې په خبره، دلته هره ورځ دوی له پنځو څخه تر لسو جوړو پورې ښځينه لباسونه جوړوي او وروسته يې بازار کې پلوري.
دغه راز هغه ښځې چې په دغه خياطۍ کې په کار بوختې دي وایي، د نارينه و لپاره يې د کارکولو زمينه نه ده برابره نو ځکه دوی اړې دي ترڅو کار وکړي او خپلې اقتصادي ستونزې له دې درکه حل کړي.

د نهم ټولګي زدهکوونکې نوريه يو له هغو نجونو څخه ده چې د کورنۍ نارينه يې بېکاره شوي او اوس بايد نوموړې په خپل پنځه زره افغانۍ مياشتني معاش د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کړي.
نموړې د طالبانو له سرپرست حکومت او نړيوالو موسېساتو غوښتنه کوي ترڅو ستونزې یې واوري او د ژمي تر رارسېدو مخکې ورسره همکاري وکړي.
نوریه وویل:« تر ننه هيچا زموږ حال نه دی پوښتلی چې کومې ستونزې لرئ، دولت که نوره مرسته نه کوي دغه برق خو دې راته جوړ کړي، د خياطۍ برقي ماشينونه لرو خو په لاس کار کوو، هره ورځ مو ستونزې ډېريږي.»
نوموړې يوه له هغو ښځينه زدهکوونکو څخه ده چې د طالبانو د سرپرست حکومت په بيا واکمنېدو سره له زده کړو پاتې شوې او د طالبانو څخه غوښتنه کوي ترڅو ټولو نجونو ته د تعليم کولو اجازه ورکړي.
د هغې په وینا، که څه هم زابل کې ډېرې نجونې غواړي خياطي زدهکړي خو په خبره يې چې دوی د خياطۍ زدهکړې په بدل کې له نجونو پنځه سوه افغانۍ میاشتنې فيس اخلي څو دوی خپلې اړتياوې پرې پوره کړي.

د نهم ټولګۍ يوه بله زدهکونکې مدينه چې غواړي دلته خياطي زدهکړي او له همدې لارې په راتلونکي کې د خپلې کورنۍ اړتياوي پوره کړي وايي، يوازې ورته په خياطۍ برخه کې د کارکولو زمينه برابره ده.
د دې په خبره: « پر موږ د مکتبونو دروازې وتړل شوې، دلته په زابل کې نور کورسونه هم نشته، يوازې دغه خياطي راپاتې ده چې زده يې کړو او بيا خپل مشکلات پرې حل کړو، دلته تر هغو کارکوم چې مکتب مې فعالېږي، دلته هره مياشت پنځه سوه افغانۍ فيس ورکوم چې کوم څه زده کړم.»
مدينه چې د خپل پلار مشره لور ده وايي، غوښتل يې څو له ښوونځي څخه تر فارغېدو وروسته له خپل پلار سره اوږه په اوږه کار وکړي او د کورنۍ اړتياوې پوره کړي، خو په وينا يې چې دا څه په حقيقت بدل نه شوه.
هغې وويل، ډېرو کسانو د زابلۍ ميرمنو په سر پروژې واخيستې خو په نورو ولايتونو کې يې عملي کړې.
د يادونې وړ ده چې د زابل لپاره د طالبانو د کليو او پراختيا رياست له لوري اوس مهال هم ځينو ښځو ته په خياطۍ کې د کارکولو زمينه برابره شوې، خو يو شمېر نورې ښځې بيا غوښتنه کوي ترڅو دغلته ټولو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.
