خوست کې شنې خونې؛ اوس له پاکستانه د کرنیزو محصولاتو واردېدو اړتیا نشته

خبریال: امېد اشنا

په خوست کې د شنو خونو په جوړېدو د سبزيجاتو اړتيا تر ډېره پوره شوې او له پاکستان څخه واردېدونکو کرنيزو محصولاتو ته اړتيا نه پيښيږي.

اوسمهال خوست ښار ته زياتره عرضه کېدونکي سبزيجات د هغو لويو او وړو ګڼو شنو خونو  حاصل دی، چې د کرنې رياست يا د دې رياست تر چتر لاندې د نورو ادارو لخوا جوړې شوې دي.

حضرت عمر د مندوزيو ولسوالي په دوه سرکه سيمه کې د بادرنګ او رومي بانجان دوه فعالې شنې خونې لري او په خبره يې هره ورځ ترې زياته اندازه حاصل بازار ته عرضه کوي.

عمر وايي دا چې له شنو خونو څخه په لاس راغلو سبزيجاتو خوند هم ښه دی، سوداګر په خپله شونو ته ورځي او محصولات يې تر پېرلو وروسته بازار ته وړي.

نوموړي وويل: «حاصل يې باکيفيته دی او خوندوره ذايقه لري؛ هره ورځ تقريبا ۲۰، ۲۵ تر اوسه مو ښار ته په خپله ندي وړي، سوداګر په خپله راځي، دلته يې موږ پرې خرڅوو او بيا يې ښار ته وړي.»

په مندوزيو ولسوالي کې د يوې بلې شنې خونې مسول محمد اصغر، چې په خپله شنه خونه کې يې د رومي بانجان او باميا کرلې، وايي چې له دې لارې د ښه عايد سربېره تازه او ښه سبزي تر لاسه کوي.

اصغر وويل چې شنه خونه يې پر يو جريب ځمکه جوړه کړې او په ټوليز ډول شاوخوا ۲۰ ټنه د بادرنګو او رومي بانجانو حاصل ورکوي، چې له همدې امله يې عايد ډېر دی.

هغه زياته کړه: «دا يو جريب پراخه شنه خونه کې ۴۸۰۰ د بادرنګو بوټي کېنول شوي، د تېرو دوه مياشتو په موده کې مو تر ننه تقريبا ۲۳ ټنه بادرنګ بازار ته ورکړي، همدارنګه رومي بانجان هم شته يوه او اندازه باميا مې هم پکې کرلې دي.»

د خوست ښار د سبزي او ميوې د مارکېټ يو تن هټۍ وال محمدالرحمن وايي مخکې د دې مارکېټ ډېره تکيه پر پاکستاني کرنيزو محصولاتو وه.

نوموړي وويل چې په دې وروستيو کې د کرنې سکتور د ودې او پرمختيا په مټ د ياد مارکېت د ډېری هټيوالو کاروبار تر ډېره بريده له کورنيو محصولاتو په مخ ځي.

هغه وايي: «اوس د خوست سبزيجات دومره پرېمانه دي چې د پاکستان له محتاجۍ يې خلاص کړي يو. کچالو، بادرنګ، ټېنډئ، پياز، کرم، کرېله، بېنډئ او نور خپل ښه پرېمانه سبزيجات لرو»

د خوست د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير ذبيح الله حسنزي وويل چې په دې ولايت کې تر اوسه شاوخوا ۲۰۰ شنې خونې جوړې شوې او ښايي ځينې نورې هم جوړې شي.

حسنزی وايي چې شاوخوا ۱۵۰ فعالو شنو خونو ته يې د کال ۶۲۰ ميټرېک ټنه کرنيز محصولات هدف ورکړی او اوسني حالت ته په کتو هيله من دی، چې خپل ټاکلي هدف ته ورسيږي.

نوموړي زياته کړه: «ګرين هاسونو ډېره ښه نتيجه ورکړې ده، د خپلو څښتنانو تر څنګ يې ټولو خلکو ته ګټه رسيږي. که څه هم ځينې وخت طبيعي افات ستونزې جوړوي، خو بيا هم موږ ان شاالله ۶۲۰ ميتريک ټنه حاصل ترلاسه کولی شو. پلان دا دی چې نوره پراختيا هم ورکړو او ټولې اړتياوې ترې پوره کړو.»

خوست د کرنيزو محصولاتو لپاره مناسبه آب و هوا او کافي کرنيزه ځمکه لري او د کرنې سکتور د مسولينو په خبره که د ځمکې سمه پالنه يې وشي، بهرنيو کرنيزو محصولاتو ته هېڅ اړتيا نه پيښېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه