له کندهار څخه د لومړي ځل لپاره روسیې ته د انارو صادرات پېل شول

اطلاعات روز: د مالیې وزارت اړوند افغان کارټ دولتي شرکت له دېرش کلن ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره روسیې هېواد ته د انارو صادرات پيل کړل.

د افغان کارټ شرکت لپاره د طالبانو ریيس سيد محمد قسیم وایي، دغه شرکت تردې وړاندې د بېلابېلو لاملونو له کبله فلج شوی و او تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۵ د لړم)  يې یو ځل بیا خپل فعالیت پېل کړ.

د نوموړي په وينا، چې پس له دېرش کلن ځنډ وروسته يې د لومړي ځل لپاره روسیې هېواد ته د انارو صادرات پيل کړل.

هغه زياتوي، چې د انارو دغه محموله شل ټنه ده او هڅه کوي په دې برخه کې سوداګري نوره هم پراخه کړي.

هغه وویل: « زموږ يو پلاوی تردې وړاندې روسیې هېواد ته تللی و او هلته يې له سوداګرو سره تر خبرو وروسته دغه تړونه کړی و، ډېر ژر به د همدې شرکت پرمټ له روسیې څخه د غنمو، تيلو او نورو توکو صادرات پېل شي.»

دغه راز د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر حاجي محمد صديق مهمند وايي، هڅې يې پېل کړي ترڅو افغاني توليدات نورو اروپايي، امريکايي او آسيايي هېوادونو ته ولېږدوي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر زیاتوي، په راتلونکي کې به د وچې او تازه مېوې په صادراتو کې ډېروالی راشي او په همدې برخه کې به شته ستونزې حل کړي.

د يادونې وړ ده چې تردې وړاندې له کندهار څخه تازه انار پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو ته صادرېدل چې ډیر کله به یادو هیوادونو د افغان صادراتو پر وړاندې ستونزې جوړولې او د تجارانو مالونه به پر وخت بازار ته نه رسیدل.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه