اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې ماین چاودنې یو ځوان وژلی دی.
د یادې ولسوالۍ یو اوسیدونکی پاڅون شینواری وایي، چې چاودنه نن (سې شنبه، ۲۴ د لړم) سهار ۱۰:۰۰ بجې د اچین ولسوالۍ اړوند «کهي» کلي کې د یادې ولسوالۍ د ځوانانو ټولنې مسول فرید راحل په حجره کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې.
نموړی زیاتوي، چاودنه کې د مجیب په نامه یو ځوان چې د فرید د کورنۍ غړی دی وژل شوی دی.
د هغه په خبره، چاودنې له امله د حجرې دوه کوټې نړیدلي او بل چا ته پکې زیان نه دی اوښتی.
ځایي طالب چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او وایي، په دې اړه یې پلټنې پېل کړي چې ماین له وړاندې ځای پر ځای شوی و او که اوس ایښودل شوی.
تراوسه د یادې پېښې مسولیت چا نه دی منلی.
