طالبانو ننګرهار کې د فیسبوکي پوسټونو له امله یو لیکوال زنداني کړی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، طالبانو په دغه ولایت کې یو لیکوال او ژباړن د فیسبوکي پوسټونو له امله زنداني کړی دی.

شاوخوا دوه اوونۍ کیږي چې ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو ریاست په دغه ولایت کې د بریښنا ریاست پخوانی ویاند ظاهرعمار د فیسبوکي پوستونو له امله نیولی او بیا یې زنداني کړی دی.

د نوموړي ورور قاهر کمال  په خپله فیسبوک پاڼه دهغه د نیول کیدو په اړه لیکلي چې عمار وروسته له هغې طالبانو نیولی چې څه موده وړاندې یې په خپله فیسبوک پاڼه د طالبانو له حکومت د نجونو پرمخ دتړلو ښوونځیو د پرانیستل کیدو پوست خپور کړی و.

هغه زیاتوي نوموړی څو ورځې وړاندې د قومي مشرانو په ضمانت خوشی شوی و، خو په سبا یې بیا غوښتی چې تراوسه د استخباراتو په ریاست کې د بند شپې او ورځې سبا کوي.

کمال په خپله فیسبوک پاڼه د ظاهر عمار د نیول کیدو په اړه لیکلي:«ظاهر عمار مې مشر ورور دی.هغه د اکتوبر میاشتې په 31 مه نېټه د ا-ا د استخب_اراتو رياست پورې مربوطو کسانو د فیسبوکي پوسټونو په خاطر له خپل دفتر څخه وړی و، له درې ورځني تحقیقاتو وروسته د قومي مشرانو او علماوو په ضمانت خوشې شو، د همغې ورځې په سبا بیا زنګ راغی چې ظاهر عمار بېرته راولئ، مونږ هم همداسې وکړل کله چې رياست ته ورغلو دننه یوړ مونږ ته يې وویل چې تاسې لاړ شئ، مونږ له دې کس څخه تحقیقات کوو بیا تاسې ته خبر درکوو، نااميده له هغه ځایه راغلو، دا دی لسمه ورځ ده چې هېڅ څوک د ظاهر عمار په اړه معلومات نه لري.

زموږ اتیا کسیزه کورنۍ نهایت بده روحي شکنجه ويني، زه د دې وطن د یو عادي فرد په توګه له حاکم نظام څخه هیله لرم چې زما د ناروغې مور، سپین ږیري پلار، زما د خویندو، ورونو، د ظاهر عمار د کوچینیو ماشومانو، او په ټوله کې زمونږ د کورنۍ لپاره ژر تر ژره ظاهر عمار خوشې کړي.»

بل لور ته د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسولین د لیکوال او ژباړن ظاهر عما د نیول کیدو په اړه ناخبري ښیئ.

اخوا د ټولنیزو رسنیو کارونکو او فرهنګي فعالان هم د نوموړي د نیول کیدو په اړه توند غبرګون ښودلی او د« #ReleaseZahirAmmar» هشټک په کارولو سره یې د طالبانو له حکومت د هغه د ژر خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

یوې ښځينه لیکوالې منیژه غفورزۍ په خپله فیسبوک پاڼه طالبان ننګولي چې ولې یې ظاهرعمار د فیسبوک په یو عادي پوست نیولی دی.

غفورزۍ زیاته کړې: «تر اوسه خو موږ غږ نه کاوه، چې خدای مه کړه زموږ پوسټونه یې په زیان تمام نه شي، مګر اوس چې خبره سوشیل مېډیا ته راغله هر افغان مکلف دی چې د ظاهر عمار له پاره غږ پورته کړي!

دا کار ځکه باید وکړئ چې که نن غلي پاتې شئ سبا به ستاسو د کورنۍ کوم غړي یا تاسو سره دا کار تکرارېږي..»

د کابل پوهنتون پخواني استاد ضیاالرحمن حسرت هم په خپله فیسبوک پاڼه له طالبانو غوښتي چې د داشان کړنو په ترسره کیدو سره دې لیکوالان نه محدودوي.

حسرت زیاته کړې:«ظاهر عمار خوشې کړئ ، هغه په دې وروستیو کې له فقره سخت تنګ راغلی و، واړه ماشومان لري او هغه هم بې سرپرسته دي او هم نفقه غواړي.»

ظاهر عمار د تیر جمهوري نظام پرمهال د ننګرهار د بریښنا ریاست ویاند او همدارنګه د لیکوالۍ او ژباړې په برخه کې کافي تجربه لري.

د طالبانو د حکومت په راتګ سره دا ډول پېښې زیاتې شوي له دې وړاندې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې طالبانو ګڼ شمیر لیکوالان او د فیسبوک کارونکي د ځینو لیکنو پر اساس نیولي وو، چې د طالبانو په وینا د دوی دحکومت پر ضد یې منفي تبلیغات کول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه