د طالبانو تر سیوري لاندې زده کړې؛ هلمندي محصلین: پوهنتونونو معیار له لاسه ورکړی

انځوز: استول شوی

اطلاعات روز: هلمند کې د سږکال کانکور ازموینې له لارې دولتي پوهنتونونو ته بریالي شوي محصلین ادعا کوي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دولتي پوهنتونونو خپل معیار له لاسه ورکړی او د زده کړو بهیر یې ټکنی شوی دی.

دوی دغه خبرې په مرکز لښکرګاه کې د هغې جوړې شوې غونډې پرمهال وکړې چې د سږ کال (۱۴۰۱) کانکور ازموینه کې د بریالیو زده کوونکو د ستاینې په موخه جوړه شوې وه.

محمد زبیر چې د اقتصاد پوهنځي ته بريالۍ شوی وايي، چې په تير يوه کال کې یې داسې معلومات ترلاسه کړي چې په دولتي پوهنتونونو کې معيار پاتې نه دی او د دوی د هیلو بر خلاف د زده کړ بهیر روان دی.

نوموړی زیاتوي: «د طالبانو د حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د بریالیو محصلینو لپاره دې د پوهنتونونو ټولې برخې معياري کړي ځکه پوهنتونونو اوس خپل پخوانی معيار له لاسه ورکړی او موږ چې کومې هيلې درلودې هغه ډول زده کړې پکې نه ترسره کيږي.»

په ورته وخت کې يو بل بريالی شوی زده کوونکی چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، چې داسې یوه پوهنتون ته بريالۍ شوی چې طالبانو هغه پوهنتون ته يو داسې کس د مشر په توګه معرفي کړی چې یوازې دیني زده کړې لري.

هغه وویل: «زه خپله د تعليم او تربیې پوهنځي ته کامياب شوی يم خو کله چې ما معلومات وکړل يو خو د هغه پوهنتون څخه ټول استادان خارج ته تللي او بل دا چې طالبانو هلته يو ملا د پوهنتون د استازي په توګه معرفي کړی دی، د ټولو استادانو په منځ کې ګډوډي رامنځته شوې يو بل ته هيڅ احترام نه لري هره څه ګډوډ شوي دي.»

دغه راز د زده کړو په برخه کې فعالان هم په اوسنيو شرايطو کې دولتي پوهنتونونو ته د بريالي شوو زده کوونکو زده کړو ته انديښمن دي او زياتوي چې د پخوا په پرتله د پوهنتونونو بڼه بدله شوې او ډير پوهنتونونو کې د اړينو چپټرونو پر ځای ديني کتابونه تدریسیږي.

محمدخان ځيرک چې پخوا په يوه پوهنتون کې استاد و اوس مهال په بهر کې لوړې زده کړې کوي دی وايي، که زده کړې پايته هم ورسوي خو بیا به افغانستان ته ولاړ نه شي.

هغه زیاتوي، طالبان نه غواړي چې عصري زده کړې وده وکړي او دوی ټول په دې هڅه کې دي چې د نورو زده کړو پر ځای محصلينو ته ديني زده کړې ورکړي.

د هغه په خبره: «دامهال ټول پوهنتونونه محاصره دي هغه ډول زده کړې پکې ترسره کيږي چې د طالبانو خوښه وي زه خبر يم ديني مضامين يې د يوه کريډيټ څخه تر ۴ کريډيټ پورې رسولي او پر ځاي يې نور مضامين يو کريډيټ کړي دي.»

خو په همدې حال کې بیا هلمند کې د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت استازی ډاکټر سیداحمد سعید وایي، د لوړو زده کړو وزارت په ټوله کې هڅه کوي چې د محصلینو لپاره تدریسي بهیر تردې لا هم معیاري کړي.

د سعید په وینا، نور کلونه به هېواد کې ۶۴ زره محصلین لوړو زده کړو ته جذبیدل خو سږکال یاد شمېر ۸۶ زرو ته رسیدلی دی.

د سعید په خبره، د لوړو زده کړو وزارت د زده کړو معیاري کولو ته زیاته پاملرنه کوي او هغه کسان یې په پوهتونونو کې په د ندو ګمارلي چې لوړې زده کړې لري.

د يادونې وړده چې واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته طالبانو ټولو دولتي پوهنتونونو ته خپل استازي معرفي کړي او د پوهنتون په ټولو چارو کې ډیر صلاحیت لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه