اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو پر سیستماتیکې ځورونې سترګې پټې نه کړي.
دغه سازمان تېره ورځ (جمعه، ۲۰ د لړم) په تفریحي ځایونو کې د ښځو پر حضور د طالبانو د بندیزونو په غبرګون کې ویلي، چې دا په افغانستان کې د ښځو پر حقونو یو بل ګوزار دی.
د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو د دې پرېکړې د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
دغه سازمان ویلي: «د طالبانو بیا واک ته رسیدو سره ښځې له خپلو لومړنیو حقونو لکه د تګ راتګ ازادي د زده کړې حق-د شپږم ټولګي پورته نجونې د ښوونځیو د تړلو له امله–او له سیاسي ګډون څخه منع شوې دي.»
د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې، چې طالبانو هغه بنسټونه هم له منځه وړي چې د پخواني حکومت پر مهال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته رسیده ګي کوله.
د دغه سازمان په خبره، چې طالبانو څو ورځې وړاندې د یو شمېر ښځینه فعالانو په ګډون ښځینه لاریون کوونکې په غیر قانوني توګه نیولي، بندیانې کړي او شکنجه کړي دي.
طالبانو د بیا واک تر لاسه کولو وروسته پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګولي دي. اوس مهال له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځي ته نه شي تلای او په دولتي ادارو کې ښځینه کارکوونکې په کور کینول شوې دي.
د طالبانو یادو محدودیتونو د ښځو اعتراضي خوځښتونه رامنځته کړي دي؛ خو طالبان هڅه کوي چې د ښځو اعتراضونه وځپي.
