کندهار کې د بریښنا نشتون له امله صنعتکاران د خپلو فابریکو تړلو ته اړ شوي

اطلاعات روز: کندهار کې د برېښنا نشتون له امله صنعتکاران دې ته اړ شوي څو له دغه ولايت څخه خپلې فعاله او غير فعاله فابريکې نورو ګاونډيو هېوادونو ته انتقال کړي.

کندهار کې د برېښنا نشتون ستونزه چې تل د دغه ولايت ټول صنعتکاران ورڅخه سرټکوي اوس يې ډېری صنعت کاران دې ته اړ کړي څو دغه ولایت کې خپل فعالیت ودروي او نورو هیوادونو کې د پانګې اچونې په لټه کې شي.

نږدې ۳۵ ورځې کېږي چې د کندهار پر صنعتي پارک د هلمند د کجکي بند برېښنا بنده شوې چې اوس مهال يې دغلته د فابریکو کارونه د خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.

صنعت کاران

د کندهار په صنعتي پارک کې د تازه مېوې د پروسېس فابريکې مسوول شبیر احمد وایي، اوس مهال يوازې د څو محدودو ساعتونو لپاره برېښنا ورکول کېږي او دوی نه شي کولای د یادې بریښنا پر مټ خپلې چارې پرمخ یوسي.

هغه زياتوي، که دغه ستونزه ژر تر ژره هواره نه شي اړ دي ترڅو خپلې فابریکې پاکستان هېواد ته انتقال کړي.

صنعتکاران وایي، که د فابریکو د تړلو ستونزه یې حل نه شي نو مجبور دي چې دلته خپلې فابریکې وتړي او پاکستان ته یې انتقال کړي.

نموړی زیاتوي، د طالبانو د سرپرست حکومت له مسوولينو سره یې څو ځله ناستې ترسره کړي خو پایله یې نه ده ورکړې او نور نه شي کولای چې دغه ډول په ټکني حالت خپل چارې پر مخ يوسي.

د ده په خبره، چې اوس مهال د کندهار ۶۰ سلنه صنعت کاران په دې هڅه کې دي ترڅو خپل کاروبار کابل او يا نورو ګاونډیو هېوادونو ته انتقال کړي.

هغه وایي، کوم توکي چې اوس مهال دوی توليدوي د تېلو د لوړې بيې له امله ورته په ډېره لوړه بيه پريوځي نو اړ دی چې ګران يې وپلوري.

د ده په وينا چې د ۴۸ ساعتونو په موده کې يوازې درې يا څلور ساعته برېښنا ورکول کېږي او پاتې نور وختونه دوی خپل ډېزلي ماشينونونه چالانوي.

ه صنعت کار وویل: «موږ صنعت کاران اوس مهال ترټولو ډېرې برېښنا ته اړتيا لرو، شل کاله مو صبر وکړ نور نه کېږي هم مو پانګونه کړې او هم د بریښنا لپاره زارۍ کوو، شل واري مو وعدې ترلاسه کړې خو هيڅ ګټه یې ونه کړه، د هلمند برېښنا يې راته يادوله چې جوړېږي هغه هم جوړه نه شوه.»

هغه د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، که دا حالت دوام ولري نو کندهار کې به لس فابريکې هم پاتې نه شي ځکه چې صنعتکاران ستړي شوي.

کندهار کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکه.

په همدې حال کې ځينې هغه چې غواړي خپل کاروبار پاکستان ته انتقال کړي وایي، په نورو هېوادونو کې ورته بېلابېل سهولتونه برابر دي.

د خوراکي توکو د يوې توليدي فابريکې مسوول صديق الله زیاتوي، د برېښنا نشتون له کبله ډېرې فابريکې اوس پاکستان ته انتقال شوي دي.

وايي، د طالبانو حکومت دې د کندهار پانګوالو ته ټول هغه سهولتونه برابر کړي چې پاکستان او کابل کې شتون لري.

هغه زياته کړه، چې پانګوال د هېواد او حکومت د ملا تير وي او په نشتون کې يې ډېرې ستونزې رامنځته کېږي.

د نوموړي په وينا، چې کندهار کې له ۳۰۰ څخه يوازې ۹۰ توليدي فابريکې پاتې دې او اوسمهال د هغو شمېر هم د کمېدو په حالت کې دی.

کندهار کې دا مهال د بریښنا نشتون له امله لسګونه فابریکې تړل شوي دي.

دغه پانګوال وويل، د وارداتي برېښنا ستنې د کندهار ولايت تر دامان ولسوالۍ پورې رارسېدلي او نور يې ټول کار په ټپه ولاړ دی.

د هغه په خبره، که د جنراتورونو لپاره تېل په لوړه بيه رانيسي نو په راتلونکي کې اړ دې ترڅو د ټولو توليد شويو توکو نرخو څو چنده لوړ کړي.

صديق الله داسې وويل: «موږ پانګونه کړې، زحمتونه مو ايستلي، دغه پيسې چې موږ دلته مصرف کړي او په داخل د هېواد کې توليدات لرو دا نور کسان نه کوي، نور حالت سم دی خو برق يوازې درې يا څلور ساعته لرو، اساسي ستونزه ده چې بايد حل شي کنې نو زما په شمول به ډېر کسان ولاړ شي.»

په‌ ورته وخت کې د کندهار د صنعتي پارک مسوولين هم دغه ستونزې تایيدوي او وايي، څو ځله یې د حل غوښتنه کړې خو تر اوسه نه ده حل شوې.

 د کندهار د صنعتي پارک امر مفتي علي محمد وايي، د کندهار د برېښنا له ستونزې څخه ټول مسوولين خبر دي خو لا دې ستونزې ته د حل په موخه کومه لاره نه ده موندل شوې.

هغه وايې، پخوا د کندهار ولايت په صنعتي پارک کې ۳۰۰ توليدي فابريکو فعاليت درلود خو اوس مهال یوازې ۹۰ فابریکې فعالیت کوي.

د کندهار د بریښنا ریاست.

علي محمد وویل: «کندهار کې د برېښنا ستونزه جدي ده، خو موږ د صنعت د دوام لپاره درې وړاندیزونه لرو، کندهار ته د وارداتي برېښنا لېږد، له کابل څخه د سکرو د برېښنا پلانټ لېږد او یا دلته ډېزلي جنراتورونو ته د تېلو ورکړه.»

ومو غوښتل چې د صنعتکارانو یادې ستونزې کندهار کې د طالبانو د بریښنا ریاست مسوولینو هم شریکې کړو خو د پرلپسې هڅو بیا هم ونه توانیدو چې د دوی نظر واخلو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه