د پکتیا درمل پلورونکي: طالبان د بې کیفیته په بهانه د هندي درملو پلور مخه نیسي

اطلاعات روز: پکتیا ولایت کې ځینې درمل پلورونکي شکایت کوي، چې د دغه ولایت د طالبانو د روغتیا ریاست مسوولین د بې کیفیته او له وخت تېرو درملو په بهانه د هندي کمپنیو د درملو د پلور مخنیوی کوي.

د دوی په وینا چې د روغتیا ریاست د کارمندانو له لوري ورته ویل شوي تر څو د هندي  پر ځای له پاکستاني کمپنیو درمل وپلوري.

د مرکز ګردېز اړوند تېرې ښارګوټي سیمه کې یو تن درمل پلورونکي چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي اطلاعات روز ته په لېږل شوي غږیز پیغام کې ويلي چې دوی ته څه موده وړاندې د عامې روغتیا ریاست ځینې کارمندان ورغلي او ورڅخه یې غوښتنه کړې چې د هندي درملو کیفیت ټیټ دی نو پر ځای یې پاکستاني درمل په خلکو وپلورئ.

نوموړی زیاتوي چې له دې کاره یې هدف د هندي پر ځای په دغه ولایت کې د پاکستاني درملو د پلور زیاتېدل دي.

درمل پلورونکي وایي، طالبان غواړي چې د هندي درملو مخه ونیسي او د پاکستاني درملو پلور زیات کړي.

هغه زیاته کړه: «مونږ اوس په خپله دواخانه کې ۷۰ سلنه درمل د هندي کمپنیو لرو او چې ناروغانو ته مو ورکړي نو رضایت یې ترې څرګند کړی دی، ولې اوس خبره دا ده چې مونږ ته د عامې روغتیا ریاست کارمندان راځي او راته وايي چې تاسو د هندي درملو پر ځای پاکستاني په خلکو وپلورئ، مونږ نه پوهېږو چې د دوی له له دې کاره هدف څه وي.»

په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت اوسېدونکي هم د پاکستاني درملو پر ځای د هندي درملو کیفیت اغیزمن یادوي او وايي، د پاکستاني درملو بیې لوړې خو کیفیت یې خورا ټیټ دی.

د احمد ابا ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي حاجي روزي خان وویل، چې دوی هم د خپلو ناروغانو لپاره د پاکستاني درملو پر ځای د هندي درملو پير کوي.

نوموړی داسې وايي: «ما په ټول ژوند کې پاکستاني درمل نه دي اخیستي ځکه ګټه یې نشته او قیمت یې دوه چنده دی، نو مونږ د هندي درملو له کیفیت خوښ یو او هر ځل یې د ناروغ لپاره ښه نتیجه ورکړې ده، نو پکار نه ده چې په یو چا دې په زور ټاکل شوې کمپنۍ قرار داد شي.»

خلک د هندي درملو کیفیت اغیزمن یادوي او وايي، د پاکستاني درملو بیې لوړې خو کیفیت یې خورا ټیټ دی.

له دې خوا بیا ځینې درملو پلورونکي وايي، چې دې ولایت ته د ډنډټپان له لارې سوداګر د پاکستاني درملو واردات په ناقانونه لارو ترسره کوي چې له یوې خوا یې کیفیت ته نه کتل کیږي او بل لور ډیری داسې درمل راوړل کېږي چې وخت یې هم تېر شوي وي.

ګردېز کې د درملو د یوې هټۍ خاوند چې د امنیتي ستونزو له امله یې ځان په مستعار نوم خان ولي معرفي کاوه اطلاعات روز ته وویل، چې دوی هیڅکله دې ته چمتو نه دي تر څو د یو چا په غوښتنه له پاکستانۍ کمپینو سره د درملو د وارداتو تړون وکړي.

هغه غوښتنه وکړه تر څو اړونده ادارې د دې پر ځای چې د درملو په ښه کیفیت ټینګار وکړي او له پاکستان څخه یې د ناقانونه وارداتو مخه ونیسي.

نوموړی وايي: «دلته دې د صحت عامې ریاست په دې وخت نه ضایع کوي چې ته پاکستاني درمل خرڅ کړه یا ایراني بلکې دوی دې په پټان کې د هغو درملو مخه ونیسي چې په خپل سر یې له کتلو پرته راوړي او په درملتونونو کې یې په دوکاندارانو خرڅوي. ما ته خپله داسې کسان راغلي چې راته یې ویلي په کوم کیفیت چې ته غواړي هماغسې درمل درته په پاکستاني کمپینو کې جوړو.»

درمل پلورونکو وایي، د پټان له لارې په ناقانونه ډول هیواد ته بې کیفیته درملو وارداتو د هندي درمل په خرڅلاو سیوری غوړولی دی.

بلخوا بیا په پکتیا ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مسوولین د درمل پلورنکو ادعا ردوي او وايي، چې دوی په دې برخه کې هیڅ مداخله نه کوي.

د عامې روغتیا مرستیال بخترین پاڅون اطلاعات روز ته وویل، چې مسوول کارمندان یې د بې کیفیته او له وخته د تېرو درملو د پلور مخنیوي اقدامات ترسره کړي، خو د هغه په وینا چې هیچاته یې د هندي درملو د پلور مخنیوي سپارښتنه نه ده کړې.

نوموړي همدا راز له درمل پلورونکو غوښتنه وکړه تر څو د دا ډول پېښو پر مهال له دوی سره پر وخت معلومات شریک کړي.

پکتیا ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مسوولین د درمل پلورونکو ادعا ردوي او وایي، هیچا ته یې د هندي درملو د پلور مخنیوي خبره نه ده کړې.

هغه وویل: «مونږ تر اوسه هیڅ داسې کار نه دی کړی چې د هندي درملو د پلور مخه ونیول شي، زمونږ کار له کیفیت سره دی هغه که هر ډول کمپنۍ وي، خو کیفیت یې باید لوړ وي. ولې بیا هم که چا کوم درمل پلورونکي ته د هندي کمپینو د درملو خرڅلاو ویلي وي، نو مونږ ته دې ثبوت وړاندې کړي او که داسې پېښې کیږي اړونده دوکاندارن دې زموږ سره معلومات شریک کړي.»

له هندي درملو علاوه خلک د نورو کمپینو له کیفیت او لوړو بیو هم شکایت کوي. په ناقانونه توګه دغه ولایت ته د درملو واردات، د اړونده ادارو له لوري په لېرې پرتو سیمو کې له وخته د تېرو درملو پلور او ځینې نور هغه لاملونه دي چې د ګټې پر ځای یې ناروغانو ته لا نورې ستونزې رامنځته کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه