اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې یې د تاریخ تېره خوراکي او غیر خوراکي توکو د راټولولو کمپاین پېل کړی دی.
دهلمند ولايت لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر سيداحمد سعيدي وايي، دوی د دغه ولايت د چاپیريال ساتنې ادارې سره په ګډه يو کميسيون جوړ کړی او دا مهال په مرکز لښګرکاه کې د تاریخ تيره خوراکي او غيرې خوراکي توکو په راټولولو بوخت دي.
نموړی زیاتوي، تراوسه يې په مرکز لښګرکاه کې د عمده پلورنځیو او شرکتونو څخه په زياته کچه تاريخ تير توکی راټول کړي دي.
دهغه په خبره، د نورو خوراکي او غير خوراکي توکو ترڅنګ يې په يوه شرکت کې د څښاک ۵ سوه کارټنه تاریخ تېره بوتلان نيولي دي.
نموړی ګواښ کوي که په راتلونکي کې په کوم دوکان او هټۍ کې تاریخ تېره توکي وموندل شي د دوی له سخت چلند سره به مخ شي.
په ورته مهال هلمند کې عام خلک بیا د طالبانو د دغه کمپاین هرکلۍ کوي او زياتوي، که طالبان خپل دغه ډول کمپاينونه دوامداره کړي ورسره به په دغه ولايت کې تاریخ تېره توکي کم شي.
د مرکز لښکرګاه يو اوسيدونکی صفي الله په دې اړه وايي، چې د هلمند خلک د خوراکي او غير خوراکي توکو په نېټه نه پوهيږي او ډير وخت د هټۍ والو دغه توکي پلورل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې لا هم د هیواد په ډیری بازارونو کې پر خلکو تاریخ تېره توکي پلورل کېږي چې ډیری وخت د پیریدونکو د ناروغۍ او ان د مرګ سبب ګرځي.
