اطلاعات روز: سرچينې وايي، چې طالبانو د ښار جوړونې پخواني وزير او د حامد کرزي ورور محمود کرزى ممنوعالخروج او په کور کې نظربند کړى دى.
يوې سرچينې اطلاعات روز ته وويل چې طالبانو محمود کرزى تېره ورځ (يکشنبه، ۱۵ د لړم) د کابل په هوایي ډګر کې هغه مهال نیولی چې هوډ یې درلود دوبۍ ته ولاړ شي.
دغه سرچينه زياتوي، چې نوموړی، د څو ساعتونو لپاره د کابل په هوايي ډګر کې تر څارنې لاندې و او له هغه وروسته د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشر محمد يونس مهمند کور ته تللی.
د سرچینې په خبره: «محمود کرزي غوښتل چې دوبۍ ته د دايم لپاره ولاړ شي، خو طالبانو هغه ته اجازه نه ده ورکړې، محمود کرزی او حامد هلمندی په عينو مېنې ښارګوټي کې سره شريکان دي، د دوی ترمنځ د عينو مېنې پر سر حساب کتاب پاتې دی، طالبانو ورته ويلي چې تر هغو خپل حقوقي مسایل حل نکړئ بهر ته اجازه نه لرئ.»
په همدې حال کې د طالبانو د سرپرست حکومت مرستيال وياند بلال کريمي بیا وايي، محمود کرزی يې بندي کړی نه دی يوازې د حقوقي ستونزو له کبله ممنوع الخروج شوی.
نموړی زياتوي، هر کله چې د پخواني جمهور رییس حامد کرزي ورور محمود کرزی خپلې حقوقي ستونزې حل کړې بهر ته د سفر کولو اجازه ورکول کېږي.
د يادونې وړ ده چې تېره اونۍ کندهار کې د طالبانو د مسوولينو او د عينو مېنې ښارګوټي د دوو شريکانو محمود کرزي او حامد هلمندي تر منځ ناسته تر سره شوې وه خو ظاهراً دا ناسته بې پيلې پای ته رسېدلې.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم ممنوع الخروج دی او طالبانو څو څو ځله د هغه د سفر مخه نیولې ده.
