ننګرهار کې د ځمکو لپاره د اوبه خور نوي سیستم د جوړیدو هڅې

اطلاعات روز: ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د خصوصي شرکتونو له لوري د کانال پر ځمکه د څاڅکو اوبه خور نوي سیستم د جوړولو چارې پیل شوې.

د کانال ریاست مسوولین وایي، یاد سیستم د اوبه خور عصري بڼه ده، چې په ټوله نړۍ کې ترې د کرنې په برخه کې ګټه اخیستل کیږي.

ننګرهار کې د کانال ریاست لپاره د طالبانو رييس مولوي غلام الرحمن کظیم وایي، دغه سیستم د ننګرهار کانال هډې فارم په پنځم بلاک کې د دوو کرنیزو شرکتونو له لوري د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي.

دی وايي، د دغه سيسټم له لارې به په لومړي ځل ۳۵۰ جريبه ځمکه خړوبه شي خو راتلونکي کې پلان لري چې د کانال اړوند نورو ځمکو ته هم دا ډول د اوبه خور سيسټم جوړ کړي.

هغه وايي، دا ډول سيستمونه په ډېر واړه شکل هيواد کې جوړ شوي خو په دومره لويه کچه لومړی ځل دی چې د ننګرهار کانال اداره يې جوړوي.

د باغدارۍ په برخه کې متحصص انجینر محمد عزیز سعیدي وایي، چې د دغه نوي سیستم له لارې د اوبو ضایع کېدو مخنیوی کیږي، په کم وخت کې زيات شمير نباتات اوبه کولی شي او په ځانګړي توګه د هغو ونو/نباتاتو لپاره چې په قطار کرل کيږي مناسبه لار ده.

سعیدي زیاتوي:« د څاڅکو اوبه خور سیستم چې په ټوله نړۍ کې ترې ګټه اخیستل کیږي او تازه یې ننګرهار کې دجوړولو چارې پیل شوې، ګټه یې دا ده چې د دې سیستم له لارې کولای شو اوبه سپما کړو او همدارنګه له دې لارې ټولو کرل شویو نباتاتو ته دوا او هم اوبه ور ورسوو؛ نو ګټه یې ډیره ده او تمه لرو ښه پایله به ورکړي.»

ځایي خلک هم د یادې پروژې له پیل خوښ دي او وایي، په اقتصادي برخه کې  به ورته زیاته ګټه ولري دوی وایي، حکومت دې د دا شان پروژو په پلي کیدو سره د شاړو ځمکو د ابادۍ لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

سیدولي ته چې په یاده پروژه کې د کار زمینه برابره شوې د طالبانو له حکومت او نورو خصوصي شرکتونو غوښتنه کوي او وایي، امنیت تر پخوا ښه شوی او حکومت ته ښه فرصت دی چې د بیا رغونې په برخه کې لاس په کار شي.

د ننګرهار کانال ریاست مسوولین وايي، سږکال يې په زرګونه جريبه ځمکه شرکتونو ته په لنډمهاله او اوږمهاله قرادادونو ورکړې چې د مالټو او نورو مېوو باغونه پکې ورغوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه