ننګرهار کې د کتاب لوستنې د دودیدو هڅې

اطلاعات روز: ننګرهار کې د کتاب لوستنې فرهنګ دودیدو د کمپاینونو په لړ کې دا ځل د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې «راځئ مطالعه وکړئ» په نامه د کتاب لوستنې کمپاین پیل شو.

د یاد کمپاین مسوولین وایي، د ښار په تفریح ځایونو ګرځي او د مطالعې پر مینوالو د هغوی د خوښې کتابونه ویشي.

 د دغه کمپاین یو مسوول رحمن الله اتل وایي، دا کار یې په تولنه کې د مطالعې فرهنګ د پیاوړتیا په موخه کړی دی.

نوموړی وایي هڅه کوي خپل فعالیتونه له مرکز سربیره نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.

اتل زیاتوي:«مونږ په دې موخه د کتاب لوستنې دا کمپاین پیل کړی چې د ټولنې لوستي ځوانان مطالعې ته وهڅول شي او په دې ډول په افغاني ټولنه کې د مطالعې فرهنګ عام شي، مونږ د دې کمپاین پرمهال د ښار په ټولو تفریح ځایونو ګرځو او د مطالعې مینوالو ته د هغوی د خوښې وړ کتابونه ورکوو؛ چې مطالعه وکړي او له همدې لارې په ټولنه کې د کتاب لوستنې دود عام شي.»

د یاد پروګرام له لارې مطالعه کوونکي خوښ دي او وایي، دا چاره په ټولنه کې د کتاب لوستنې فرهنګ لا پیاوړی کوي.

د جلال اباد ښار اوسیدنکی خیرګل وايي، د کتاب لوستنې سره د عامو خلکو مینه شته خو کتاب ته نه لاسرسی او اقتصادي ستونزو دوی له کتابه لېرې کړي دي.

خیرګل زیاتوي:«مونږ ډیر زیات خوشاله یو چې دلته په تفریح ځایونو کې خلکو ته د کتاب لوستنې یوه زمینه برابره شوې او تمه لرو، چې دا ډول کمپاینونه به ځوانان مطالعې ته وهڅوي او په دې ډول به په ټولنه کې د کتاب مطالعه عامه شي او هم به خلک وهڅیږي چې کتاب لوستنې ته مخه کړي؛ خو د خلکو ستونزې دا دي چې اقتصاد یې خراب دی او کتابونو بیې لوړې دي نو ځکه ډیر کله کتابونو اخیستو ته زړه نه ښه کوي.»

فرهنګي فعالان هم د کتاب د مطالعې د عامیدو په خاطر د ځونانو دا اقدام ستایي او هیله مند دي چې دا فرهنګ به په ټولنه کې د کتاب لوستنې دود لا پیاوړی کړي.

فرهنګي فعال عزیزالله د ځوانانو لپاره دا چاره یو ښه فرصت یادوي او له خلکو غوښتنه کوي چې، د ټولنیزو رسنیو له کارولو سره دې کتابونه هم ولولي.

عزیزالله زیاتوي: «کومه هڅه چې ځوانانو پیل کړې د کتاب لوستنې په موخه دا یو ډیر نیک اقدام دی او ستاینه یې کوو او دا په خپله د مطالعې فرهنګ دودیدو سره مرسته کوي او په خاص ډول ځوانان له دې لارې کولای شي ډیر څه زده کړي؛ اوسني وخت کې که ځوانان ټولنیزې رسنۍ کاروي نو کتاب مطالعه دې هم له پامه نه غورځوي او کتاب لوستنې ته دې وخت ورکړي او په ژوند کې بدولون راولي.»

په دې وروستیو کې د ننګرهار په بیلابیلو سیمو کې د کتاب لوستنې کمپاینونه دیر شوي او خلک یې هم ستاینه کوي. دوی وایي دا ډول هڅې د کتاب او مطالعې سره د خلکو مینه لا زیاتولی شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه