اطلاعات روز: د زابل په مرکز قلات ښار کې هغو ۲۸۰ کورنيو ته د پاکو اوبو رسولو يوه شبکه جوړه او ګټې اخيستنې ته سپارل شوه چې مخکې يې د څښاک لپاره پاکو اوبه ته لاس رسی نه درلود.
د زابل ولايت لپاره د طالبانو د کليو او پراختيا ریيس مولوي حکمت الله رهبر وايي، پر دغې شبکې درې ميليونه افغانۍ لګښت راغلی چې ټول د يونيسف (UNICEF) موسېسې له لوري ورکول شوی دی.
نوموړی زیاتوي، ياده شبکه د نهو مياشتو په موده کې جوړه او شاوخوا ۲۸۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.
رهبر وویل: «د اوبو ياده شبکه د ۲۰متره مکعبه سيخ کانکریټ ارتفاع درلودونکې ده، لمریزې بریښنا ۳۰ هندارې لري، ۱۲۸ متره ژوره د اوبو څاه لري، اوس مو تر ۱۱۵ کورونو پوري د اوبو رسولو نلونه رسولي، خو ۲۸۰ کورنۍ به د دغې شبکې اوبو ته لاس رسی ولري.»
د يادونې وړ ده چې يونيسف موسېسې د زابل ولایت په بېلابېلو سيمو کې وروسته له هغه ډېرو کورنيو ته د پاکو اوبو رسولو امکانات برابر کړي چې په دغه ولايت کې ډېر کسان په کولرا ناروغۍ اخته شول.
