اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت دولت شاه ولسوالۍ کې د یوه صرف موټر د چپه کیدو له امله د دوو ډاکټرانو په ګډون اووه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپیان دي.
د لغمان ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند سلامت خان وایي، چې یاده ترافیکي پېښه نن (شنبه ۱۴، د لړم) د دغه ولایت دولت شاه ولسوالۍ اړوند «فرشغان درې» سیمه کې رامنځته شوې ده.
نموړی زیاتوي، یو صرف ډوله موټر چې ځایي روغتیایي مرکز ته روان و، چپه شوې چې له امله یې ۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳ نور ژوبل شوي دي.
هغه وایي، په مړو شویو کسانو کې دوه ډاکتران هم شامل دي چې یوه یې ښځینه روغتیاپاله ده.
لغمان کې ډیر کله دا ډول پېښې دسړکونو د خرابوالي او د موټر چلوونکو د ګړندي تګ له امله رامنځته کیږي.
