اطلاعات روز: سلیمان، د غلام جیلاني زوی د هرات د سلطان غیاث الدین غوري عالي لیسې څخه د سږکال کانکور ازموینې عمومي اول نمره اعلان شو. په تېرو دوو کلونو کې په پرله پسې ډول د کانکور عمومي اول نمره نجونې وې.
سږني ازموينه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ترسره شوه او پايلې يې نن (شنبه، ۱۴ د لړم) اعلان شوې، سليمان د ٣٥٥.٤٢ نمرو په ترلاسه کولو سره د هرات پوهنتون معالجوي طب پوهنځي ته لار پیدا کړه.
د کابل څخه محمد شبیر د ناظر حسین زوی د ۳۵۵.۳۲ نمرو په ترلاسه کولو سره د سږني کانکور ازموينه کې دويم مقام خپل کړ او د کابل طبي پوهنتون ته بریالی شو.
په همدې ترتیب هدایت الله د عبدالمنان زوی د هرات ولایت اوسیدونکی د ۳۵۴ نمرو په ترلاسه کولو سره دریم ځای خپل کړی او د هرات پوهنتون د طب پوهنځي ته بریالی شو.
دغه راز له غزني څخه محمد ضیاء په ۳۵۳.۹۳ نمرو، د کندز محمد عزیز په ۳۵۳.۷۲ نمرو او د کابل څخه منصور بېک د ۳۵۳.۴۹ نمرو په ترلاسه کولو سره په ترتیب له څلورم څخه تر شپږم مقامونه پورې خپل کړی دی.
د ازموينې ملي ادارې د اعلان له مخې، د سږني کانکور ازموینې لس غوره بریالي کسان ټول هلکان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې په تېرو دوو کلونو کې په پرلپسې ډول نجونوې د کانکور عمومې اول نمره اعلان شوې وي.
طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته د نجونو پرمخ د شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي دي.
دې ډلې د سږکال کانکور ازموینه کې د نجونو لپاره د پوهنځیو په ټاکلو کې محدودیتوننه لګولي وو.
د تېرو کلونو په پرتله سږکال د ګډون والو شمیر هم د پام وړ راکم شوی وو.
